لیکنه: مختار احمد ګیلاني
ژباړه: بهیر ستانکزی
یو وخت په ملتان د قرمطیانو سلطه وه دغې خوفناکه ویره اچوونکې ډلې په عالم اسلام باندې تقریبا نیمه پیړۍ د ډار ترهې ،قتل وغارت ظلم او تشدد بازار ګرم کړی وو دغه فتنه په کال ۲۶۷هجري (۸۹۱ عیسوي) کې رامنځ ته شوه ددغې فرقې باني یا جوړوونکی له قده ټیټ پښې یې پلنې او سترګې یې سرې وې له دې وجې نه دغه ډله د قرمط او یاقرامطه په نوم ونومول شوه خلک ددوی په ظاهره په ساده لباس او پرهیزګاري متاثره شول .ددې ډلې باني ځان د حضرت علي رضی الله عنه د اولادې پورې تاړه حضرت علي رضی الله عنه ته یې رسول ویل په اذان کې یې ترامیم وکړل بیت المقدس یې خپله قبله وټاکله په ورځ کې یې دوه ځله لمونځ مقرر کړ یعنې دوه رکعته سهار او دوه ماښام دغې ډلې په قرآن کریم کې هم لاسوهنه وکړه د جمعې په ځای ېې ددوشنبې ورځ مهمه ګڼله په هفته کې یې ددوه ورځو د کار نه کولو تلقین کاوو په ټول کال کې یې دوه ورځې روژه مقرر کړه شراب یې حلال او د خرماوو رس یې حرام وګرځاوو د جنابت د غسل یعنې د صحبت نه بعد ځان مینځل یې عبث او ددې په ځای يې یواځې د اودس کول جایز ګڼل د حج ادا کول یې د کعبې په ځای په بیت المقدس کې وټاکل .د ساده ډوله خلکونه علاوه په دغې ډلې کې بدماشان غله د فوځ نه تښتیدلي او لوټیره ګان شامل وو
د کوفې شرابي حاکم ددغې ډلې مشر زندان ته ولیږه سبا ورځ یې دده د وژلو تابیا وکړه حاکم د شپې د شرابو په نشه کې مست ویده شو د زندان کیلي یې د سر لاندې کیښوده دشپې د حاکم وینځې چې ددغې ډلې نه وه د حاکم د بالښت دلاندې کیلي راوخیسته نوموړي ته یې دتیښتې موکه ورکړه او کیلي یې بیرته د حاکم دبالښت لاندې کیښوده حاکم همغسې اوده وو په سبا د قرمطي دیو دم غیبیدو خبره خپره شوه اوس په ډلو ډلو خلک د دغې فرقې مریدان شول ورو ورو قرمطي فرقې زور واخیست
د هر بیعت کوونکي نه یې یو یو دینار اخیست په لږ وخت کې یې زیات مال او دولت را غونډ کړ خلکو ته دغه عقیده ډیره اسانه مالومه شوه خلکو ته به د لوټ او تالان برخه هم ورکول کیده د عیاشي او فحاشي اجازه وه بعضې خلک خو ددوی د ویرې نه هم ددوی مریدان شول ددین عالمان به یې وژل چې خلک ددوی په خلاف د جهاد د پاره اماده نکړي قرمطیانو باقاعده لښګرجوړ کړ او ډیرې سیمې یې لاندې کړې تقریبا څلویښت کاله د عباسي خلیفه ګانو سره وجنګیدل هر ځل یې عباسي خلیفه ګانو ته ماته ورکړه قرمطیانو حاجیان هم لوټول او وژل هیچا کې ددغې فرقې سره د جګړې کولو توان نه وو ډیر امران او حاکمان ددغې فرقې تابع شوي وو خلک د ویرې د حج د فریضې د ادا کولو د پاره حج ته نشوای تلای خلکو نه به یې باج اخیست .حکومتونه سپه سالاران ددین عالمان او خلفا هم ددو په وړاندې بې وسې وود عباسي خلیفه مقتدر بالله په وخت کې قرمطیانو بحرین ونیو ددوی سردار ابو طاهر وو نوموړي د حاجیانو لوټل پیل کړل په ۳۱۷ هجري کې ابوطاهر یو لوی لښکر سره مکې ته ورسیده نوموړي د حاجیانو وژل او لوټل پیل کړل په حرم کې یې تقریبا دوه زره حاجیان ووژل دوژل شوو جسدونه یې د زم زم په کوهي کې وغورځول حرم شریف یې په وینو ولاړه د حج په ورځو کې ددغې فرقې په لاس تقریبا شل زره حاجیان ووژل شول دغه ظالم په ګرز باندې د کعبې ددیوال نه حجرالاسود راجدا کړ د کعبې دروازه یې ماته کړه حجر الاسود یوولس ورځې هملته پروت وو دکعبې غلاف یې ټوټې ټوټې کړ ابوطاهر حجر الاسود د ځان سره بحرین ته ویووړ بحرین ته په وړلو وړلو د حجر الا سود لاند ې څلویښت ا و ښان مړ ه شول شل دوویشت کاله حجر الاسود د قرمطیانو سره په بحرین کې وو ابو طاهر په هیڅ قیمت دحجر الاسود ورکړې ته تیار نه وو د وخت خلیفه او امرانو د ډیر مال د ورکړې وړاندیز هم وکړ دده سره د جګړې کولو همت په هیچا کې نه وو ابو طاهر همداسې ظلم او ستم کاوو چې په ۳۳۳ هجري مردار شو اخر د مصر فاطمي حکومت حجرالاسود د قرمطیانو نه واخیست او بیرته یې په کعبه شریفه کې په خپل ځای نصب کړ
د حجر لاسودبیرته د یو اوښ په واسطه بیرته راوړل شو البته د کعبې د غلاف په اړه مالومه نه ده او نه بیرته راواپس کړل شو
شان وشوکت شراب او عیاشي د ملتان د حاکمانو پیشه ګرځیدلې وه هندي راجاګانو سره یې نزدې اړیکې وې چې ددوی د مرستې په وجه دغه تش په نوم مسلمان دولت قایم وي ددوی په حرم کې بیشماره ښځې وې دساز او سرود محفلونه به یې جوړول او د ښکلو ښځو په تلک کې به د بهر نه راغلي مسلمانان نیول په شربت کې به یې نشه ورته ګډوله او وبه یې وژل ډیر زیات بیګناه خلک ددوی دلاسه ووژل شول سلطان محمود وغوښتل چې دغې فرقې ته سزا ورکړي داود د ملتان حاکم ډیرو د فوځ نه تښتیدلو ته پناه ورکړې وه ده د راجه بجي رای بهاټیه مرسته هم کړې وه قرمطیانو د ملتان پخوانی جومات بند کړ په هغه ځای کې هیچا ته د لمونځ کولو اجازه نه وه البته دوی یو مندر وران کړ او په ځای یې جومات ودان کړ خلکو ته صرف په همغه جومات کې د لمونځ کولو اجازه وه د ملتان حاکم ته د سزارورکولړ او هلته د حقیقي اسلام د جاري کولو دپاره سلطان محمود یو لوی لښکر تیار کړ
څنګه چې د پسرلي موسم وو سیندونه د اوبو نه ک وو یالې او نهرونه هم د سلطان د لښکر په مخ کې خنډونه وو ددې دپاره سلطان د انند پال د یوې علاقې نه تیر شو په ملتان یې دحملې کولو فیصله وکړه ها خو انند پال هم یو لوی لښکر تیار کړی وو سلطان د برق په څیر مخ په وړاندې لاړ د انند پال اولو دستو ته یې ماته ورکړه محمود دکابل دسیند ختیځې غاړې او د صوابۍ په لویدیځه غاړه انند پال ته ماته ورکړه انند پال د هنډ په سیمه کې د سند په سیند پورې ووت او د خپلې کورنۍ سره وتښتیده
دسلطان محمود د لښکر یوه برخه د د پهالیېې بهیره او جهنګ د لارې ملتان خوا ته روانه شوه خپله یې د لښکر یوه حصه د ځان سره د سوهدرې پنډي بهټیان چنیوټ او ملتان په خوا روان شو د ملتان حاکم داوود چې د انند پال د ماتې او د محمود د بریو خبر ورسیده خپلې کورنۍ سره د پنج ند په خوا وتښتیده د بعضې مورخینو په اند ماته یې وخوړه او وتښتیده د ملتان خلکو د محمود نه د امان غوښتنه وکړه او په اینده کې یې د حقیقي اسلام د قایمولو وعده وکړه سلطان د قرمطیانو عبادت ځایونه ونړول پخواني جوماتونه یې بیرته ودان کړل خلکو نه یې شل میلونه درهم تاوان وصول کړ ددې نه علاویې د کال شل زره درهمه خراج هم په دغو خلکو وټاکه ددین عالمان یې د اسلام د خپرولو د پاره پریښودل محمود ته خو ګامیابي نصیب شوه مګر هغه د داوود د نیولو او هغه ته د سزا ورکولو پریکړه کړې وه خو محمود ډیر ژر بیرته غزني ته لاړ ځګه چې ایلک خان د امو سیند نه را پورې وتی وو او د خراسان په سیمو یې حمله کړې وه
.