ژباړه: ایمل فهیم
نـفـت اوګـاز پـه نـړی کی په پـراخـه کـچـه شـتـون لـری . له نـیکـه مـرغه افـغـانـستـان هـم د نـفـتـو او ګــازو ډیـری زیـرمـی لـری اودهـغـوی د تـصـفـیه کـولو او محـصـولاتـو د لاسـته راوړلـولـپاره ډیـر امـکانـات شـتـون لـری . په هـمـدی بـنسـټ دعـضـوی مـوادو په تـکـنـالـوژی پـوهـیدل یـو آړیـن کــار دی .
قـضـاوت به سـتونـزمن وی چی پـه نـړی کی د نـفـتو اوګــازو د زیـرمـو دخـتمـیـدو په صـورت کـی به څـه مـنـځ ته راځـی ، ځـکــه پـوهـيـږو چی د راکــټ څخه بیـا تر کـښـتـیو پـوری ټـول نـفـتی مـوادو تـه اړتـیـا لـری . بـرسـیـره پـردی ځـیـنی نفتی محـصـولات لـکه پـارافـیـنـیونه او اولـیـفـیـنونـه د بـیلابـیـلو محصـولاتـو د لاسـتـه راوړلـو لـپاره په کــار وړل کـیـږی . واضـح ده چی په نـړی کی د نـفـتـو اوګـازو د زیـرمـو د خـلاصـیـدو او خـتمـیـدو په صـورت کی مـهمـی معـضـلی اوپـه ځـانګــــړۍ ډول پـه صـنعتی نـړي کی به نـاوړه پـیـښـی مـنځ ته راشـی . ځـکـه د نـفـتـو او ګــازو د تـصـفـیی او د نـفـتـو اوګـــازو د کـیمـیاوی سـنـتـیـز صـنایـعو پـوری اړونـد صـنایع د هـغـه صـنایعـو د جــملی څخه دی چـی د هـغـوی اومــه مـواد زیـاتـه ســلـنه نـفـتی مـحـصـولات تـشکـیلـوی .
په اوسـنی وخـت کي نـفـت د لانـدی څـلورو طـریقـو پـر بـنسـټ د ګـټـی اخـیستـنـی لانـدی نـیول کـیږي .
- د محـروق په تـوګـه .
- د مـالـشی غـوړیـو د لاسـته راوړلو په مـوخـه .
- د بـیلابـیلو محصـولاتـو د لاستـه راوړلـو په مـوخـه لکه مصنوعی انـساج (مصنوعی وریـښم ، مصـنوعی ربـړ) په نـفـتـی کیـمـیـاوی صـنـایـعو کي .
- د زیـاتـو پـروتـیـنونو او ویـټامـیـنونو په غـلظـت سره دغـذایـی مـوادو د لاسته راوړلـو لـپاره .
د لـمړنـي طـریـقی پـربـنـسټ د نـفـتـو څخه بـنـزیـن ، ډیـزل ، مـازوت او ګـودرون په لاس راوړی ، چی د لاسته راغلـو محـصولاتـو څخه د محـروق په تـوګـه په مـوټـرو ، جهـازونـو ، تـبخـیرخـونـو او داسـی نـورو کی ګـټـه اخـیستـل کـیږی .
څرنګـه چی نـفـت دهـایـدروکــاربـنونـو مخـلـوط دی چی په مختـلفـوتـودوخوکی په جـوش راځی او پـورتـه محصـولات کـیدایـی شی د لانـدي شـیــما پـربـنسـټ میـنځـته راشـي.
شـکل (1.1) دقـیــر دلاستـه راوړلـو شـیــما
د دوهـمی طـریـقی پربـنسـټ ، نـفــت د مـالـشي غــوړیو د تـولـید په مـوخـه د مـوټـوری بیـلابـیـلو مـاشـینـونو دمخـتـلـفومیخـانـیـزمونـو د غـوړولو لـپاره په کــار وړل کـیږي . غـوړی کـیدایی شی د مـازوتـو فـرکـشن د تـجزیـي په اغـیـز په لاس راشی .
په دریـمه طـریقـه کی د نـفـتی محـصـولاتو څخه په پـطروشیـمی صنـایعـو کی د مختلـفو محصولاتـو د تـولیـد په مـوخـه چی د نـفـتـود کـیمـیاوی سـنتـیـزپه مـضـمون کی مـطالـعه کـیږي ګـټـه اخـیستـل کـیـږی . مـثلاً ایـتلـین اوپـروپلـین په نفـتی کـیمـیاوی صنـایـعـو کی لـمـړي مـقام لـری اودهـغه پـه نـظرپه زرګــونـو ټـنـه ګــټوراومــفیـد محـصـولات په لاس راځـی .
هـمـدارنګـه د ارومـاتـیـک د کــورني څخه بـنـزیـن ډیـرآهـمیـت لري ، اودهـغه څخه وروسـته پاراکـسیـلول د ښـه آهـمیـت لـرونکــی دی .
د څلـورمـی طـریقـی پربـنسـټ دنـفـتواسـتحصـال په نـړی کی خـورا مهــم دی ځکـه دغـذایـی مــوادو د قـلت څخه تـریـوه حـده مـخنیـوی کـوی .
د پـورتـه څلـورګـونونـقاطـوپـربـنسټ د نـفـتو استـعمـال په نـړي کی مـخ پـه زیاتـیـدو دی اود هـغـوی استـخـراج په ډیـره پـراخـه کـچه صـورت نـیسی . اګـرچی د2000 م کال را وروستـه دقـیـقه احصـایـه نـه ده ټـاکــل شوي . اود مخکـینی احـصایـی په نـظرد نـړی دنـفـتـو زیـرمی تـر350 مـیلـیارد میـتریـک ټـنـو رسیـدی او پـه کــلـنی ډول دوه مـیـلـیارده ټـنـه استخـراج کـیږی . په دغـه عرصـه کی لانـدی هـیوادونـه مهـم مقـام لـری :
روسـیـه ، امــــریـکـا ، ویـنـزویـلا ، کـویـټ ، سعــودی عـربـستـان ، عــراق ، ایـران ، لـیـبـیـا ، متحـده عـربی امــارات اوداسی نـور . همـدارنګـه د نـفـتو لویـی زیـرمی په مـنځـنی خـتیـځ کی شـتـون لـری چی دهـغـوی 90 سـلنـه عـربی هـیـوادونه اوجـاپـان پـیـري .
د یادولـو وړ ده چی د نـفـتو نـسبی زیـرمو څخه پـه چـیـن او انـدونـیـزیـا کی د ډیـر وخت راپـدیـخـوا د پـخوانـیـو طریـقو څخه ګـټـه اخـیستـل کـیده چی تـقـریـباً 7000 کــالـه پخـوا په قـفـقـاز یـا اوسنی ګــرجستان کی داورغـورځـونکـوغـرونـو څخه ګــازونه خـارجیـدل چی دهغـوی څخه یی په پخـلي کی کاراخـیسـته . په مـصـر کی د فــرعـون د زمـانی څخه ډنډونه پـاتی دی چی دهغـوی خـښـتی د ګــودرون په واسطـه چی د نـفـتو پـاتی شـونی دی یود بـل سره ټـیـنګـی شوی دی . تر 18امـی پـیـړی پـوری د نـفـتو څخه کـمـه ګـټـه اخیستل کـیدله او د لـمړی ځـل لـپاره په 1785م کــال لـمـړنی تـبخـیرخـونه په پخـوانی شـوروی اتـحاد کی چی مـوخـه یی د لـمـپو لـپاره د خـاورو دتـیـلـو تـولـید وه جـوړه شـوه .
دوهــم مـحـروق چی په هغـه وخـت کی په کـار وړل کـیـده مــازوت وه چی د محـروق پـه تــوګـه په داشـونو کی ورڅخـه ګـټـه اخـیستـل کـیده . وروستـه مـنـدلـیـف مــازوتـو تـه په خــلاء کی(خــلایی تـصـفیـه) قـرار ورکـړ اودهـغـه څخه یی د غـوړیـو مختـلـف فــرکـشـنونه په لاس راوړل چی نـن ورځ په نـړي کی د خـورا آهـمـیـت لـرونکـی دي . د مـوټـورونو د مـنځـته راتـګ څخه وروستـه بـنـزین اول مــقام خـپل کـړ .
عـلماوو کـوښـښ وکـړترڅو د مختلـفـوعمـلیـاتو په مـرستـه د نـفـتو اوګــازو په تصـفـیه خـونو کی د بـنـزیـن بهـرکـیدو ته زیاتـوالی ورکـړی .
بل محـصـول یی ډیـزل تشکـیلولـو چی اوس مهـال دوهــم مـقام لری اوپه ټـراکـټـورونـو او مـوټـورونو کی ورڅخـه ګـټـه اخـیستـل کـیږی .
2.1- دنــفـتو دپـیــــدایښت په اړه لـنډ معـلومــــــات
د نـفـتو دپـیــدایـښت په هـکلـه زیـاتی نظـریی او تـیـوری ګـانی شـتـون لـری چی دهغـوی لـه جـمـلی څخه یی دوه تـیوری د یـادولـو وړدی .
-aد معـدنـی (کــانی) مـوادو څخه دنـفـتودپیـدایـښت تـیوری
د دغه فرضـیی بـنسټ پردی ولاړدی چی فـلزی کــاربایـتونه د ځـمکـی په ژورو اواعمـاقـوکی دهغه اوبو سره د آړیکـی په اثـر چی په ځمکـه کی نـفوذ کوی په لـمړیـو کی د لنـډو زنځـیرونـوسره اسیتـلیـنی هایدروکاربـنونه جـوړوی او وروستـه حاصـله هـایـدروکـاربـنونه د تـراکم او پولـیمیـرایـزیـشن په اثـر کـامـپلکـسی اومغـلـق ترکـیبات جـوړوی چی غـالـباً هغوی مـشبوع شـوی وی .
دغـه تـیوری منـدلـیف اوځـینو نوروپـوهـانووړانـدیـز کـړیده اوتـریـوه حـده دقـیقـه نه ده .
CaC2 + 2H2O → C2H2 + Ca (OH) 2
د کـتلست په تـوګه استـعمالـیږی . (Al2O3Si2په پورته تـعامل کـی خـټی رس (
b- د عـضوی مـوادو څخه دنـفتو دپـیدایـښت تـیوری
دعـضوی تـیوری پـربـنسټ نـفت اوګـاز دعـضوی اجـسامـو(د حـیوانـاتو اونـباتـاتو دبـدن د تجزیـی د اغـیزڅخه) څخه د اوبـوپه مجـاورت کی د هـوا څخه تـشکـیل شوی دی لکـه څـرنګـه چی دځـمکی د اعـماقـو شـرایط لکـه فـشار ، تـودوخی درجـه اوخـټی رس ددي سبـب شوی چی نــفـت دعـضوی اجسامـود بـقـایـاوو(پـاتی شـونو) څخه په لاس راغـلی .
د نـفـتو د تـشکـیل تـیوری دعـضوی مـوادو پرمـبنأ فـعلاً ډیـره د مـنلو وړده ، ځکـه دنـفـتی مـوادو نـوري دوره یـیز خـواصـوته په پاملرنی سره چی دهـغه عـلت د کــلستـرول مـوجـودیـت دی (هغـه مـاده چی د حـیـوانـاتو په بـدن کی شـتون لـری) دغـه فـرضـیه د تـایـید وړګـرځـیـدلی ده .
هـمدارنګـه نـفت کـیدایـی شي د ګـیاګــانود تبـخـیرڅخه تـولید شی په دغه حالـت کی نـوری دوره یـیز خاصـیت د پـولیـسترولـونو چی د کــلسـترول سره په تـرکیـب کی ورتـه والی لری ، د مـوجودیت پـه وجـه دي . چی کـلسترول او نـور د هغـه ښه مثالـونه دی .
کـلسترول جـسم دی کـیمـیاوی فـرمول یی C27H45OH چی یـوقـیمتـه مـشبـوع الـکـول دي . دهغـه سـپیـن بـلـورونه په147 سانـتی ګـــراد تودوخـه کی ویـلي کیـږی . د کــلسترول پـیژنـدګــلوی د کـرومـاتـوګـرافی په مـرسته صـورت نـیسـي . د کـلستـرول د پـیـژنـدلو لـپاره لمـړی کــلسترول په کــلوروفـارم کی حـل کـوی اوهغه ته دسـلفـوریک اسیـد آمـید عـلاوه کـیږی . سور رنګـه پورتـنی طبـقه د کــلوستـرول مـوجودیـت څرګـندوي .
پـولیسترول حلقوی ترکـیبـات دي چی یویا څـودوه آړخـیزه رابـطی په کی لـیدل کـیږی لکـه الکـولونه . پولـیسترولونه په ګـیاګـانو کی مونـدل کـیږي .