د ډاکټر عبدالحمید بهیج له نوم سره دا مهال ډیری لوستي پښتانه اشنا او د هغه له هڅو نه خبر دي، ښاغلي عثماني پښتو ژبې ته دنوې تکنالوژۍ د پوهې په ډګر کې ډير څه ورکړي او هڅه یې کړې چې پښتو ژبه د پوهې د دغې څانګې په ډګر کې د سیمې د ژبو سیاله کړي. ښاغلی عبدالحميد بهيج عثماني د غلام حبيب زوی او د خوشدل لمسی دی. عبدالحمید بهیج عثماني د ۱۳۵۷ ل. کال د کب په ۱۵مه نېټه د مېدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ په بېدمشک کلي کې زېږېدلی دی.
