پيژندنه
ښاغلې عبدالهادي هادي د محمد حیدر زوی دی. دی د سمنګان ولایت د ایبکو په ښار کې په یوه متدینه کورنۍ کې نړۍ ته راغلی دی.
زده کړې
عبدالهادي هادي خپلې زده کړې د ایبکو له ابتدایه مرکز نه پیل کړې چې وروسته یې خپلې منځنۍ زده کړې د کابل د خوشال خان په لېسه کې تر یوڅه مودې پرمخ بوتلې خو وروسته رحمان بابا لېسې ته ولاړ او له همدې لېسې نه یې دولسم ټولګي نه د فراغت سند ترلاسه کړ. خپلې لوړې زده کړې یې دکابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې تر سره کړې .
شخصي ژوند
ښاغلي هادي له اغلې شریفې ساپۍ سر د خپل ژوند د ملګرتیا لار یوه کړې ده، د دوی د ګډ ژوند میوه درې ګلالۍ لوڼې ښکلا، لېمه او سپېڅلې او یو زوی اورښت دی.
دندې
لومړنۍ دنده یې د افغانستان د لیکوالو اتحادیې نه پیل کړه، په افغانستان کې د روانې غمیزې له نوي پړاو سره سم، د کابل د بې کوره شویو کډوالو له یوه لوی بهیر سره په نویمو زیږدیزو یا اویایمو لیږدیزو کلونو کې پیښور ته لیږدیدلی دی، هلته یې د کډوالۍ په مهال دولس کاله د افغانستان لپاره د بي بي سي راډیو په تعلیمي خپرونو کې د خبریال، لیکوال او پروډیوسر په توګه دننه په افغانستان او پاکستان کې کار کړی دی. د طالبانو تر نسکوریدو وروسته یې له بي بي سي سره د کار تر څنګ د آلمان د میدیوتیک موسسې په ملاتړ د ورېښم په نوم پښتو ادبیاتو ته لومړنۍ ځانګړې شوې مجلې مسول مدیریت په غاړه واخیست او تر هغو یې مسول مدیر و چې څو د مادي ستونزو له امله د یادې مجلې چاپ ټکنی شو. تر دوه زره درییم لمریز کال وروسته نوموړې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت کې د اسنادواو اړیکتیایي چارو د ریس، اداري ريس او همدا راز د دفتر د ریس او د وزارت د ویاند په توګه خپلې دندې ترسره کړې دي چې د دفتر د ریاست او د وزارت د ویندویي تر څنګ یې له ډیرو کلونو وروسته یو ځل بیا د مخابراتو د وزارت نشراتي برخه فعاله کړه، د دغه وزارت مجله(برید) یې چې نږدې دیرش کاله خپره شوې نه وه، د (اړیکه)په نوم بیا پیل کړه او پنځه کاله یې له نورو مسولیتونو سره سره د یادې مجلې د مسول مدیر په حیث هم کار وکړ. دی پر (۲۰۰۹) کال د آسترلیا هیواد ته ولیږدید او په (سیدني) ښار کې میشت شو.اوس مهال په سیدنی کې د شمله په نوم د یوې راډیو مشر دی.
خپاره شوي اثار
د عبدالهادي هادي څلور شعري ټولګې تر دې دمه خپرې شوې دي .
۱ـ ګل د شپې پر څڼو د شعرونو ټولګه ۱۳۶۹ لمریز لیږدیز کال د لیکوالو ټولنه
۲ـ د اورونو پر تنابونو د شعرونو ټولګه ۱۳۷۰ لمریز لیږدیز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت
۳ـ مات غمي د شهرونو ټولګه
۴ـ ستا به باور نه راځي د شعرونو ټولګه د خوشحال فرهنګي ټولنې د ښاغلي عبدالباري جهاني په مالي مرسته خپور کړی دی.
نا چاپ اثار
۱ـ د لنډو کیسو دوه ټولګې نا چاپ
۲ درې شعري ټولګې ناچاپ
چې د غه اثار به یې په لنډه موده کې چاپ شي .
پر دې سربیره د ښاغلي هادي یو شمیر شعرونه چې د هیواد نوموتې دیکلوماتورې میرمن سهیلا حسرت نظیمي وخت نا وخت دیکلومه کړیدي د غږیزې مجموعې په توګه سي ډي شوي چې د تکثیر چارې یې د بشپړیدو په حال کې دي.