عبدالباري جهاني نوموتی شاعر، لیکوال او ژورناليست دی. ښاغلی جهاني د کندهار په ښار کښې زيږيدلى، لومړنۍ زده کړې يي د ميرويس نيکه په ليسه کښي کړي. لوړې زدکړې یې په ١٩٧٢ زږدیز کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځۍ کې پاى ته رسولي .
جهاني له لوړو زده كړو څخه وروسته په پښتو ټولنه کښې په کاربوخت شو. د کابل مجلې مسؤل مدير هم پاتې شوی او دوه کاله د پوهنې په وزارت کښي په دنده پاتې شوی.
کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو شول نو دى په ١٩٨١ کال کې پېښور ته کډه شوی، هلته له څه مودې وروسته د امريکا غږ راډيو ویندویۍ ته د ازموینې له لارې بریالی شو، او کار لپاره امریکې ته ګډه شو. هلته یې د افغانستان لپاره د امریکا غږ په پښتو ځانګه کې په دنده بوخت پاتې شوی.
ليكلي اثار
د ښاغلي جهاني په شعر کې ګڼ شمېر کتابونه چاپ شوي، له دري او انګلیسي ژبو څخه یې هم پښتو ته کتابونه ژباړلي دي چې نمونه یې په لاندې ډول دي.
- د مشکو کاروان
- ورکه مېنه
- رازو نیاز
- د سباوون په تمه
- شپېلۍ
- پایکوب
- کوه طور
- کوثر
- د پښتو په سور او تال کي د غربي سندرو شړنګ
- هرات، پښتانه، ستره لوبه
- د خیام ربایات د پښتو په تال کي
- قوماندان