بشير ګواښ د ١٩٨٢ کال دفبرورۍ په څلورمه نېټه د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په خويزو (خواجه زى) کلي کې زيږيدلى دى.
ګواښ په مطبوعاتي ډګر کې اوس وتلې څېره ده چې د مشرق مجله چلولو څخه نیولې، د سولې او جنګ راپور ورکوونکې نړيوالې ادارې راپور ورکوونکی، په ننګرهار او کابل کې د پژواک خبري آژانس خبريال، په جلال اباد کې د سياسي مجلې د څانګې مسول اوس له مشال راډیو سره په پراګ کې ویاند او د راډیويي خپرونو جوړونکی دی.
ګواښ شعر، طنز، کیسه او ناولونه لیکي او همدا شان له بېلابیلو ویب پاڼو او مجلو ته ژباړې کوي. په ټولنیزو شبکو فېسبوک او ټویټر کې هم له فعالو او هڅاندو شخصیتونو څخه دی.
