زه محمد عارف رسولي د الحاج ملاسید رسول زوی د وردګو ولایت جغتو د ولسوالۍ د فولادبیک د کلي اوسیدونکی یم. خپل ثانوي زده کړې مې د جغتو ولسوالۍ د غازي محمد جانخان په ښوونځۍ چې هغه وخت منځنۍ ښوونځۍ وه او وروسته لیسه شوه، تر دولسم ټولګي پورې مې په تخنیکي ثانوي او وروسته د کاپل پوهنتون د انجنیرۍ په پوهنځۍ او وروسته د امریکا د متحده ایالتونو د اندیانا د ایالت د اونزویل په پوهنتون کې د سیول انجنیرۍ په څانګه کې ترسره کړي دي.
کله چې هیواد ته راستون شوم نو لمړۍ مې په پیښور کې په اسلامي پوهنتون او د دعوت او جهاد په پوهنتون کې د افغان محصلینو د خدمت لپاره مټې راونغښتلې او د انجنیرۍ د ځینو مضمونونو درس ورکول مې پیل کړل. بیا وروسته د ډاکار له موسسې او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو له کمیشنرۍ سره د افغان مهاجرینو لپاره د هغه وخت د صوبه سرحد (پښتونخوا) کې د څښلو د اوبو رسولو مسؤل شوم. د ښو لاسته راوړنو او د ملل متحد او ډاکار له خوا په ښو تحسین نامو ونازول شوم. وروسته بیا د ډاکار موسسې له خوا په افغانستان کې سړکونو او د اوبه خور د پروګرامونو مسؤل شوم. په دې کلونو کې ما په اونۍ کې د شنبې او جمعې په ورځو هم په پوهنتونونو کې درس ته دوام ورکړ.
وروسته د ډاکار په موسسه کې د نویمې لسیزې په نیمایي کې د پرمختیایي پروګرامونو د پیل مسؤل شوم مشر شوم او ویاړم چې په دې توګه د یو شمیر نورو افغانانو په مرسته مو په افغانستان کې له کلیوالو خلکو سره د پرمختیایی او مشارکتي کار بنسټ کیښود. زر مو د سیمې د هیوادونو لکه د پاکستان، هند، سریلانکا او بنګلدیش هیوادونو له کارونو زده کړه وکړه او په هیواد کې د خلکو د مشارکتي پرختیایي کارونو پروسه پيل شوه. ما او ملګرو مې په ډاکار کې د افغانستان په اتو ولسوالیو کې د کلیو د پرمختیايي شوراګانو بنسټ کیښود او نړیوال شهرت یې وموند. وروسته بیا کله چې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې موقته اداره جوړه شوه زموږ کار ښه ځلیدلی و، د بریالیتوب ښه چانس یې درلود، څو ملي او نړیوالو شخصیتونو زموږ د کار ارزونه وکړه او خورا ګټور یې وباله، ورته جوته شوه چې په هیواد کې بریالی کیدای شی او هم حکومت پریکړه وکړه چې د ملي پیوستون پروګرام پیل کړي او له ما وغوښتل شول چې زه په دې پروګرام کار وکړم. ماهم ورته لبیک ووایه او تر څه وخت وروسته زه د کلو د بیا رغونې او پراختیا د وزارت په چوکاټ کې د دولت لخوا د ملي پیوستون (همبستګي ملي) د پروګرام ملي کوردینتور یا ناظم شوم.
ما د ۲۰۰۵ له لمړیو د نړیوال بانک سره د چاپیریال ساتنې او ټولنیزو چارو د کارپوه په توګه کار پیل کړ. دوه کاله وروسته د چاپیریال ساتنې د ارشد کارپوه درجې ته مې ارتقا وکړه او ترننه په دې پوست کې کار کوم. په دې وروستیو لسو کلونو کې ما په مختلفو سکتوري ساحو کې لکه د اوبو د زیرمو د مدیریت، اوبه خور، د څښلو د اوبو رسولو، د معدن، کرنې او نورو په برخه کې د خپل هیواد د وزارتونو سره د چاپیریال ساتنې په برخه کې ترخپله وسه هڅه کړې او د نړیوال بانک لخوا د پروژو په جوړولو، د دولت په مرسته د هغو په بریالی کولو، نظارت او ارزونې او د وړتیا په لوړولو کې مې فعاله برخه اخیستې ده.
زه ځان یو مدني فعال هم بولم. زه له دې ډېر خوند اخلم چې په مدني ټولنو او قومي شوراګانو کې د خپلو خلکو په خدمت کې و اوسم او هیله لرم چې د خپلو خلکو په یو موټي ساتلو، د ستونزو او ناخوالو په بې پرې ارزونه او حل لارو موندلو کې فعال رول ولرم او خپلو خلکو سره مرسته وکړم. زه په ځانګړي توګه ځان مکلف بولم چې زموږ ځوانان سره یو بل وپیژني، سره ګډ کار وکړي، د هغوي نرم مهارتونه لکه رهبری، مدیریت، له خلکو سره کار، د منازعاتو حل او نور پراختیا ومومي او په راتلونکي کې د هیواد او خپلو خلکو په ګټه ستر ستر کارونه وکړای شي.
زه ویاړ لرم چې د هغو کسانو له ډلې یم چاچې په ۱۳۸۶ کار کې د افغانستان د انجنیرانو د انجمن تاسیس کړ او دا انجمن اوس تر زرو زیات مسلکي انجنیران په خپله لیکو کې لري او په هیواد کې د ساختماني پروژو لکه سړکونو، پلونو، بندونو، سترو ودانیو او نورو د جوړولو په سمون کې رغنده رول ولرو. دری کاله وړاندې زه د د دې انجمن د رئیس په توګه وټاکل شوم او تراوسه د دې مسؤلیت افتخار لرم. یو کال وروسته زموږ انجمن په افغانستان کې له یو بل ورته انجمن سره د افغانستان د مهندسانو او انجنیرانو د انجمنونو اتحادیه جوړه کړه. زه اوس د هغې ملي اتحادیې د دوره اي مشر په توګه هم دنده تر سره کوم. ما هڅې شروع کړي چې د افغان انجنیرانو له هغه انجمنونو سره چې په بهر کې فعالیت لری، د هغوي ځینې په نړیوالو پوهنتونو کې درس ورکوي اویا له نړیوالو کمپینو سره کار کوي زموږ اتحادیې ته پراختیا ورکړو او هغوي هم زموږ له ملي اتحادیې سره یوځای شي. دا کار ښه پرمخ روان دی. ما د هیواد د زیربناوو او د انجنیرۍ د مسلک په اصلاح باندې په شته ویبپاڼو کې څه مقالې هم لیکلې دي او هم مې هغه د هیواد د ځینو تخنیکي او مسلکی کسانو سره په مخامخ مجلسونو او غونډو کې شریکې کړې دي.
ما په راز راز ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډن کړی، په مختلفو علمي ساحو کې مې ورته مقالې لیکلې او پریزنتشنونه اومعلومات مې ورکړي. کله چې ما د کلیو د بیاو ودانولو او پراختیا د وزارت د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ کار کاوه د هغه وزارت لخوا زه د هیواد د نماینده په توګه د اسیا د پراختیایي بانک په غونډو کې د ګډون لپاره د فلیپین مرکز مانیلا ته لاړم او هلته ما تر اوږدو کلونو وروسته په هغه بانک کې د افغانستان غړیتوب بیا فعال کړ.
زه د هیواد تکړه لیکوالانو د کتابونو له لوستلو خوند اخلم. زه هم کله کله په ځینو مسئلو ځینې مقالې لیکم او هیله لرم چې له خپل ولس سره د خپل زړه حال او درد شریک کړم او که چاته یې ګټه ورسیده زه ورنه خود اخلم. زما مقالې په تاند، ټول افغانستان، ټول افغان او نورو کې کتلای شی. زه د هیواد د طبیعی منابعو لکه اوبو، بوټو، ځنګلونو او نورو په هکله هم کله کله څه لیکم او په ویبپاڼوکې یې د خپریدلو لپاره استوم.
زه له ډېرو کلونو راپدیخوا د وردګو د عزتمندو مشرانو او ځوانانو سره د شوراګانو او مدني ټولنو په چوکاټ کې فعال پاته شوی یم. له یو نیم کال راهیسې د وردګو د قومي شورا د ځوانانو اوکلتوري چارو د مرستیال په توګه کار کوم. زه د خپلو ځوریدلو خلکو ويښتیا، د افغان ولس د پرګنو یو والي، د ملي ارزښتونو او ملي هویت څخه ننګه، د مدني حرکتونو سره مرسته، په هیواد کې د سراسري سولې، پخلاینې او ورورۍ سره ژمنتیا او ورته کار د ځان ایماني، اسلامی او وطنی دنده بولم.
زه زیات ځاني وخت هم د شوراګانو او مدني ټولنو سره د خیر او ښیکڼې په کارونو او د ځوانانو سره د هغوي د وړتیا په لوړولو باندې تیروم. دا زه یوازې او یوازې د الله تعالی د خوښۍ او د خپل ځان د تسکین او خوند اخیستلو لپاره کوم. زه د هیڅ کوم موقف غوښتونکی نه یم. ځکه زه عقیده لرم چې که په اخلاص مې د خلکو او هیواد خدمت وکړ، کیدای شي څوک یې قدر وکړي خو که یې چا قدر هم ونکړ باک نشته او له خدایه هیڅ پټ نه دي.