لیکنه: ارش ننګیال
بابا انګا چې په بلغارستانۍ مېرمنې یې شهرت درلوده له نن نه شل کاله مخکې مړه شوه، د اروپا د لمنځه تللو او د مسلمانانو تر منځ د خونړۍ جګړې وړاند وینه کړې وه.
د ډیلي نیل ورځپاڼې لیکلي، (بابا وانګا) بلغاریایۍ وړاندویوونکې په کال ۱۹۹۶ کې د ۸۵ کلونو په عمر مړه شوه. د وانګا په سلو کې ۸۵ وړاند وینې رېښتیا شوي دي ځکو خو د ( نوسترداموس بالکان ) لقب هم ورکړی شوی دی. نسترداموس هم د نړۍ مهشوره وړاند ویوونکی تېر شوی دی.
دغې ړندې مېرمنې د سپتمبر د یولسمې پېښې او د ۲۰۰۴ کال د سونامې وړاندوینه هم کړې وه. دې دا هم ویلي وو چې په ۲۰۱۶ کال کې به یوه ډله افراطیان په اروپا حمله وکړي.
وانګا د عمر تر پایه سلګونه وړاندوینې کړي چې یوه پکې د مسلمانانو ترمنځ د سترې جګړې خبره وه چې په ۲۰۱۰ کال کې پیل شو. نوموړې ویلي وو چې یاده جګړه به په غراق او سوریې کې پیل شي او په ( ۲۰۴۳) د یوه خلافت په جوړېدو سره به پای ته ورسېږي.
وانگا دا هم ویلي چې اروپا به د انسانانو د اوسېدو ځای نه وي، شاړه ځمکه به ترې جوړه شي او د امریکا په هکله یې په ۱۹۸۹ کې وویل چې امریکا به د دوو فولادي الوتنکو لخوا به په نښه شي.
همدا ډول ویل کېږي چې وانګا شاخوا ۶۰ کاله پخوا د قطبی کنګل د وېلې کېدو او د نړۍ د تودېدو په هکله هم وړاندوینه کړې وه..
د نوموړې په هکله ویل کېږي چې په بلغارستان په وړوکي کلې کې زېږېدلې وه چې د یوه توپان په ترڅ کې یې سترګې ړندې شوې خو وروسته یې وویل چې له ړندېدو وروسته یې د وړاندوینې وړتیا پیدا کړه.
وانګا د ولسمشر اوباما په هکله هم ځینې خبرې کړې وې چي د امریکا ۴۴ م ولسمشر به یو تور پوستی افریقایی وي، نوموړې دا هم ویلي وو چې دی به د امریکا وروستی ولسمشر وي.
وانګا دا هم ویلي چې په ۲۱۳۰ کال کې به د نورو سیارو د اوسېدونکو لخوا به د ځمکې له خلکو سره مرسته وشي څو اوبو لاندې ژوند وکړي او په ۳۰۰۵ کال کې به په مریخ کې ستره جګړه پیل شي..
نوموړې دا هم ویلي چې تر ۳۷۹۷ کال پورې به د ځمکې له کرې نه هرشي ورک شي خو دا به داسې وخت وي چې انسانانو نورو ستورو کې د ژوند کولو وړتیا ترلاسه کړې وي.
ـ والله عالم
ژباړه : له ۹( صبح) ویپ پاڼې نه.
په درنښت
آرش ننګیال