ليکنه: عصمت الله صالح
هادي وايي:
ستا د سترګو له تاوانه، وتل ګران دي
لمر ته مخامخ، جانانه کتل ګران دي
توره خاوره یم، د پښو لاندې مې ځای دی
او ته ستوري، تر آسمانه ختل ګران دي
شاعري د هغه رنګین خیال ژباړه ده، چې ترکیب یې د بشپړو احساساتو په مټ صورت مومي. دلته د خیال او احساساتو خبره یاده شوه؛ ډېری کسان خیال او احساسات سره تړلي بولي، خو که د فلسفې له اړخه وکتل شي، خیال په خپل ځای کې بهتر دی، او احساسات همداسې تیت او پرک، ستړي او ستومانه، خوښ او ځورېدلي د تخییل په جامه کې پټ ښه دي.
خیال، عاطفه، تخییل او احساسات دا په شاعرۍ کې هغه جوهرونه دي چې بدون له دې؛ شعر نیمګړی، بې خونده، د موسیقیت نشتون، او حتی تردې چې د سادتوب او هنریت ډېره کمه اندازه پکې احساس کېږي.
نوښت په شاعرۍ کې: دا یوه ډېره مشهوره کلمه ده، له نوم سره یې هر شاعر آشنا دی، په ظاهري معنا یې هم پوهېږي، خو د همدې نوښت پر ژوره فلسفه یې غور نه دی کړی، بې تفکره یې خوله پرانیستلې، او پر بې ځایه نقد یې، تل ځانونه ستړي کړي. له ډېرو مو اورېدلي چې وايي (( د پلانکي په شعر کې نوښت نه لیدل کېږي، هسې يې جملې سره تړلې، ورځنۍ خبرې یې ر اخیستې، خپګان پسې اخیستی ــ د زړه درد یې انځور کړی، لېونی دی له خپل لېونتوب سر ټکوي…)).
خو زه بیا پورتنۍ جملۍ د سترو نوښتونو بېلګې بولم؛ ۱ـــ اند مې راته وايي چې د جملو تړل هغه لوی نوښت دی، چې کېدای شي په هغه کې له یادښت سره سم؛ خیال، عاطفي اړخ، احساسات او تخییل چې کامل نوښت ځنې زېږي، ټول ځای ولري.
۲ـــ په ورځنۍ ژبه شاعري کول، یا د شعر ژبه له عادي ژبې سره ورته کول؛ دا یو معلوم نوښت دی، ځکه چې ناممکنه تشبیحات به مو ایسته غورځولي وي، مخ به مو له …. سره نه وي تشبېح کړی، په خزان وهلي چنار به مو د یار ګمان نه وي کړی او غبرګ لاسونه به نه ترې تاوو؛ بلکې روان الفاظ، عقل منونکې خبرې له حقیقت او واقیعت ډک کلام، غټ نوښت بولم. سادتوب خو بیا پکې د رحمان بابا په قدم پل اېښودل دي.
۳ــــ د زړه درد انځورول هغه پخه شاعري ده، چې زورور احساسات یې لکه د کاڼي غوندې زړونه اوبه کوي، لېونی به وي خو د شعر په ژبه یې له خپل لېونتوب سرټکول، هغه شعري نوښت بولم، چې له ډېرو روغو کسانو یې تمه، لکه په وچ دېوال د خاورو موښل دي.
یار په نیمه لار کې پرېښودمه خدایه!
د زړه درد انځوروم، غزلې لیکم
په کتلو مې د ژوند کتاب زوړ کړی
تل یې څنګ کې ګرځوم، غزلې لیکم
پایله: دامنم چې نوښت په شاعرۍ کې نوي ترکیبات دي، نوې خبرې، په نوو الفاظو پسې لټون دی، د زړه د ناآشنا غږ اورېدل دي… خو داسې هم نه شو وېلای چې نوښت یوازې په ترکیبونو کې موندل کېږي. بلکي هر شعر له نوښت څخه خالي نه وي. نوښت سرسري معنا کول او بیا يې په شاعرۍ کې حد ټاکل، د شتون او نشتون په اړه یې جدي پرېکړه کول، زما په اند دا په دې ښکلي هنر او ددې په پنځوونکي ناوړه اغېزه کوي.