لیکنه: نجیب منلی
دري اويا کلن ايټالوی عالم، ليکوال او ژورناليست اومبېرتو ايکو Umberto Eco د تورينو په ښار کې زېږېدلی دی. د منځنيو پېړيو په فلسفې کې يې دکتورا واخيسته او د ايټاليې په دولتي تلويزيون کې يې د ژورنالست په توګه کار پيل کړ. د ژورناليزم تر څنګه يې خپلې علمي څېړنې هم روانې و ساتلې او څو داسې کتابونه يې و کښل چې پر منځنيو پېړيو د څېړنو په ډګر کې يې د پوهنتوني کړيو توجه ځان ته راواړوله. په دې ډول يې د ګڼو خپرونو سره د ژورناليستي اړيکو تر څنګ د فلورانس په پوهنتون کې د تصويري مفاهمې د استاد او د ميلان په پولي تخنيک پوهنتون کې د سېميولوژي د استاد په توګه کار پيل کړ. سيميولوژي د ژبپوهنې هغې برخې ته وايي چې د پوهاوي راپوهاوي په برخه کې د نخښو، علامو، کړو وړو او ناويلو خو منل شوو اصولو پر څېړنه څرخېږي. د ١٩٦٠ په لسيزه کې دا د علومو يوه نوې راټوکېدلې څانګه وه چې د اومبېرتو ايکو کارونه او څېړنې يې د بنسټ ايښودونکو هڅو په کتار کې راځي. ايکو د ډله ايزو رسنيو او د هغو ادبي او هنري ژانرونو په اړه چې ګڼ مينه وال لري خو اکادميک محافل يې د ادبي او هنري لحاظه د پام وړ نه ګڼي (لکه پوليسي داستانونه، ساينس فکشن، تلويزيوني سېريالونه او نور) ګڼ شمېر ليکنې او څېړنې کړې دي.
په ١٩٧٤ کال کې چې ايکو د اروپا په يوه تر ټولو زاړه پوهنتون کې، يانې د بولونيا په پوهنتون کې د سېميوتيک د څانګې د لارښود استاد په توګه کار کاوه، د دغه علمي ډګر لومړی نړۍ وال سيمينار يې جوړ کړ. د همدغه سيمينار په پای کې يې د سېميوتيک د تعريف په اړه خپله يوه فارموله بيان کړه چې نړۍ وال شهرت يې بياموند : ”سميوتيک هغه علمي تګلاره او ليدلاره ده چې د نورو علومو محتوا ته په انتقادي نظر ګوري“
د تېرو دېرشو کلو په اوږدو کې اومبېرتو ايکو د اروپا او امريکا په ګڼو معتبرو پوهنتونونو او اکاډيميکو مرکزونو کې د استاد په توګه کار کړی دی.
د خپلو زده کړو او څېړنو په ترڅ کې اومبېرتو ايکو د نورو علومو د پيدا کېدلو او د پرمختګ په تاريخ کې بې ساري معلومات لاس ته راوړل. دغه معلومات يې د خپلو ناولونو د مسالې په توګه کارولي دي. تر اوسه د ايکو څلور ناولونه چاپ شوي دي:
– د ګلابې نوم il nome de la Rosa
د –فوکو پنډول Il pendolo di Foucault
– د تېرې ورځې ټاپو L’isola del giorno prima
– باودولينو Baudolino
د ګلابې نوم د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی او په مليونو مينه والو لوستی دی. په ١٩٨٦ کال کې ژان ژاک انو د ګلابې نوم پر بنسټ يو سينمايي فلم جوړ کړ چې شېن کانېري په کې مرکزي نقش لوبولی دی.
د ګلابې نوم
په ١٣٢٧ عيسوي کال کې مسيحي نړۍ د يوه ستر بحران سره مخ ده. مسيحي کليسا د نوو فرقو د پراختيا او د هغه خلکو پر ضد په مبارزه کې ښکېل ده چې په لامذهبۍ تورن دي. د انکيزيسيون محکمې د ځور او شکنجې له لارې مذهبي مخالفين له خپلو عقيدو اووښتلو ته اړباسي او د کافر په نامه يې د د اور په لمبو کې سېزي.
پاپ دوه ويشتم جان له يوې خوا د خپلو مخالفينو سره په جنګ دی او له بله پلوه د باواريا لوييس ته د امپراتورۍ د تاج له ورپه سر کولو څحه انکار کوي. د باواريا لوييس دې ته چمتو دی چې د فرانسې په جنوب کې د اوينيون Avignon په ښار، چې هغه وخت د پاپ پلازمېنه وه، وسله وال بريد وکړي او د زور په وسيله خپلې امپراتورۍ ته د مذهبي مشروعيت د پيدا کولو په لار کې دغه خنډ له منځه يوسي.
اومبېرتو ايکو د خپل دغه تاريخي-پوليسي ناول پېښې په همدغو کړکېچنو حالاتو کې ځای کړې دي.
ويليام د باسکرويل يو روڼ اندی ملا د پاپ له لوري د فرانسې د جنوب يوې لويې کليسا ته روان دی چې هلته د مخالفينو له استازو سره و ګوري او د مذهبي شخړو د حل لارې چارې و پلټي. په دې سفر کې د ادسو په نامه يو ځوان شاګرد ورسره مل دی.
ويليام چې کليسا ته رسېږي نو د کليسا په راهبانو کې يو تن وژل شوی وي او د کليسا مشر ملا له ويليام څخه هيله کوي چې د خپلو تجربو په رڼا کې د دغې وژنې په هکله پلټنه وکړي. ويليام ډېر ژر په دې پوهېږي چې په کليسا کې داسې پټ رازونه شته چې رابرسېرول يې ، که له يوې خوا د هغه د کنجکاوه ذهن د پاره يوه ننګونه ده نو له بلې خوا، په کليسا کې د اوسېدونکو راهبانو په زړه کار نه دی. ويليام ورو ورو د کليسا د پټې دنيا له رازونو سره اشنا کېږي او پوهېږي چې دلته ډېر څه هسې پاک او بې ګونا هم نه دي لکه په يوه عبادت ځای کې چې بايد وي.
ادسو د کليسا په پخلنځي کې يوه کليواله پېغله ويني چي يوه بد شکله راهب د ډوډۍ ورکولو په پلمه راوستې وه او غوښتل يې چې د يوې ګولې خوراک په مقابل کې ترې نورڅه واخلي. ادسو نجلۍ د بد شکله راهب له منګولو ژغوري. خو هغه هم د زلمکي راهب په نرمۍ او ښکلا زړه بايلي او دواړه سره څو شېبې د زلميتوب په راز او نياز تېروي.
د ويليام او ادسو د څېړنو په وخت کې سر په سر څو تنه راهبان په مرموز ډول و ژل کېږي.ويليام پوهېږي چې د دغو مړو تر منځ تړاو شته او د پيدا کولو په هڅه کې يې د کليسا د کتابتون يوې پټې برخې ته پام کېږي چې د ړانده کتابدار پرته يې بل څوک له شته والي نه خبر نه دي. ويليام چې دې پټې کوټې ته د ورننوتلو لار مومي نو هلته د يوناني ليکنو يوه نوم ورکې نسخه پيدا کوي چې لوستل يې کېدای شي د ډېرو راهبانو عقيده ور خرابه کړي خو ړوند کتابدار نه غواړي چې د دې نسخې شته والی رسوا شي. د ړوند کتابدار او ويليام تر منځه په اخ و ډب کې هغه شمه چې ويليام لګولې وه لوېږي او کتابتون اور اخلي.
د اور په پېښه کې نه يوازې کتابتون، چې د کليسا ډېره برخه سوزي. او د ويليام ماموريت پای ته رسېږي.
هغه پېغله چې ادسو له بدشکله راهب څخه خلاصه کړې وه، له کليسا نه د وتلو په وخت نيول شوې ده او د اور په تړاو د عامه افکارو د تسکين له پاره ملايانو د هغې د سېزلو حکم کړی. د بېرته تګ پر مهال ادسو ګوري چې هغه ګلابه چې بېګا يې په غېږ کې وه، نن د اور په لمبو کې سوزي خو د خلاصي لار يې نه شته.
ډېر عمر وروسته اتيا کلن ادسو دا پېښې را په زړه کوي او وريادېږي چې د ګلابې د نامه پوښتنه يې هم نه وه کړې.
د ايکو د ”ګلابې نوم“ ناول يوه خورا مهمه ځانګړتيا په دې کې ده چې له ګڼو کتابونو څخه يې په کې اخيستنې کړې او داسې يې سره پېيلې دي چې د ايکو او نورو ليکوالانو د کار سره بېلول په خپله هم يوه خوندوره فکري سات تېري ده.