ليکوال: ډاکټر فرهاد قاسمي
ژباړن: هجرت الله اختيار
لومړۍ برخه
د نړيوالو اړيکو په علم کې تيوريکي اختلافات، برداشتونه او مفهومي بنسټونه
لومړى څپرکى
په نړيوالو اړيکو کې بېلابېل برداشتونه او مفهومي بنسټونه
د موضوع جوړښت:
د نړيوالو اړيکو علم او په دقيقه معنا نړيوال سياست د انساني علومو په برخه کې يوه نوې څانګه ده چې د انساني چاپېريال اړتياوو ته د ځواب موندنې په پار رامنځته شوې ده. انسانان د خپلو ټولنيزو اړتياوو له امله په بېلابېلو بنسټونو او ډلو کې سره تنظيم شوي دي چې تر ټولو لوړ بنسټ او ډله يې دولت -–ملت دى. د دغو بنسټونو او ډلو خپلمنځي اړیکې او کړه وړه نړيوال سيسټم جوړوي، دا چې په نړۍ کې ورځ په ورځ نوې پېښې رامنځته کېږي؛ نو له همدې امله نړيوال سيسټم هم ورځ تر بلې پېچلى کېږي. د نړيوالو اړيکو علم په نړيوال سيسټم کې د دغه ډول پېچلتياوو د بيان علم دى؛ خو په عين حال کې په ياد سيسټم کې د نظم او ثبات او د خپلې بقاء لپاره د انساني واحدونو د اړتياوو بيان هم کوي. دا چې په نړيوال سيسټم کې واقعيتونه په بېلابېلو ډولونو شتون لري، د واقعيتونو په اړه د انسانانو او انساني ډلو ترمنځ بېلابېل ليدلوري، برداشتونه او تيوريکي اختلافات رامنځته کېږي؛ نو په همدې خاطر د نړيوالو اړيکو د علم په څانګه کې ګڼې پوښتنې مطرح کېږي، لکه سياست او نړيوالې اړيکې څنګه تعريفېږي؟ دوى کوم تاريخي بدلونونه تجربه کړي دي؟ د نړيوالو اړيکو د لوستنې په برخه کې بېلابېل برداشتونه او تيوريکي ليدلوري کوم دي؟ او دا هر يو نړيوالو اړيکو ته په کومه سترګه ګوري؟ او دا چې په دې برخه کې د تيورۍ ورکونې او اختلافاتو زمينې څه ډول دي؟
١- د سياست او نړيوالو اړيکو پېژندنه
اصلاً نړيوال سياست په دقيقه معنا او نړيوالې اړيکې په دوديزه معنا د سياست د پراخې څانګې د مطالعې يوې علمي برخې ته ورګرځي. پر همدې بنسټ په لومړي سر کې د نړيوال سياست پېژندنه د سياست پر بيان تمامېږي او سياست د ټولنيزو ډلو پر اړتياوو او غوښتنو تاکيد کوي او د ټولنيزو ډلو غړي (انسانان) د خپلو اړتياوو د پوره کولو او خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره اړ دي چې له يو بل سره اړيکې وساتي او د همدغو اړيکو له امله ډلې رامنځته کېږي، يا په بل عبارت انساني ډلې د خپلو غړو د اړتياوو د پوره کولو لپاره رامنځته کېږي او د همدې موخې لپاره عمل کوي او د خپلو غړو ګټې ساتي. د غړو ګټې د سرچينو د کموالي له امله زياتره يو له بل سره په ټکر کې وي؛ نو ډلې اړ کېږي چې په دغسې يو حالت کې د خپلو تعريف شويو موخو لپاره لاس په کار شي او د دې کار لپاره پر نورو نفوذ ښندلو او د قدرت عملي کولو ته اړتيا ده. له دې تشريح څخه معلومېږي چې سياست په لاندې مفاهيمو کې ښه تشريح کېداى شي:
– ډلې؛
– ګټې؛
– د ډلو ترمنځ ټکر؛
– د نورو پر کړنو د اغېز ښندلو لپاره د ډلو هڅې او د اغېز ښندلو د وسيلې په توګه د قدرت کارونه.
پر همدې بنسټ د سياست عمومي فورمول او بڼه عبارت ده له:
غوښتنې + اړتياوې ____ د تر لاسه کولو لپاره د خلکو ترمنځ اړيکه _____ د ترلاسه کولو لپاره د ډلو هلې ځلې _____ د سرچينو د کموالي له امله د ټکرونو رامنځته کېدل ____ د سرچينې لويې برخې ته د لاسرسي په پار پر نورو د اغېز ښندلو لپاره د ډلو هلې ځلې _____ د قدرت کارونې اړتيا د سياست رامنځته کېدل.
پر همدې بنسټ نړيوال سياست د دولت – ملت تر نوم لاندې د ډلو ترمنځ له سياست څخه عبارت دى. حاکم دولتونه د دې تعريف بنسټيز عناصر دي. هغه دولتونه چې حاکميت لري، د سياست په پروسه کې د دخيلو ډلو په حيث ګڼل کېږي. دغه ډلې خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي، دې ګټو ته موږ ملي ګټې هم ويلاى شو؛ نو نړيوال سياست د څلورو عناصرو درلودونکى دى چې عبارت دي له:
– دولتونه د اصلي واحدونو په توګه؛
– ملي ګټې د موخو په توګه؛
– ټکرونه د موجودو شرايطو په توګه؛
– او قدرت د ټکر په شرايطو کې د دولتونو د موخو د تامينوونکې وسيلې په توګه.
نو ويلاى شو چې نړيوال سياست د دولتونو ترمنځ د ټکرونو او تعاملاتو لوستنې ته وايي او په دې ټکرونو کې بنسټيز وسايل قدرت ګڼل کېږي. مورګانټا نړيوال سياست د قدرت تر لاسه کولو، ساتلو او عملي کولو لپاره هلو ځلو ته وايي، هغه قدرت چې د نورو په ذهن او اقداماتو کې له نفوذ څخه عبارت دى.
سپروت هم نړيوال سياست د خپلواکو سياسي واحدونو ترمنځ د اړيکو او تعاملاتو اړخ ګڼي چې په کې د مخالفت، مقاومت او ټکر عناصر ليدل کېږي.
تامپسون نړيوال سياست د ملتونو ترمنځ د رقابت لوستنې او د هغو شرايطو او بنسټونو لوستنې ته وايي چې دغه اړيکې يې رامنځته کوي.
او بالاخره هارتمن نړيوالې اړيکې د لوستنې هغه ساحه ګڼي چې يو د بل په مقابل کې د دولتونو د ګټو د تعديل پر پروسې تاکيد کوي.
پورتنى تعريف د نړيوال سياست پخوانى او دودیز تعريف ګڼل کېږي، ځکه چې په کې د پخواني سيسټم عناصر بيان شوي دي. نوى نړيوال سيسټم د دولتونو د فعالیتونو د چوکاټ په توګه د بېلابېلو ځواکونو (لکه ټکنالوژۍ) د کارونې تر اغېز لاندې داسې بدل شوى چې د نړيوال سياست په تعريف کې يې نوي معيارونه پيدا کړي دي. د نړيوالو اړيکو يا نړيوال سياست علم نن ورځ د دولتونو ترمنځ د اړيکو د لوستنې له حالته راوتى دى او اوس په کې يو شمېر نور واحدونه لکه افراد، نادولتي ډلې، سازمانونه، سيسټمې پروسې او نور په کې د اړينو عناصرو په توګه مطرح شوي دي. پر همدې بنسټ ويلاى شو چې نړيوالې اړيکې د يوې علمي ساحې په توګه د سيسټمي نظم د لوستنې علم دى، هغه سيسټم چې په کې ګڼ واحدونه شتون لري او هر دولت په کې د يو واحد په توګه مطرح وي. د دې واحدونو ترمنځ متقابل تعاملات او برخوردونه هم موجود وي او په خپلو کې سره د ټکر ګټې يې هم د سيسټم په داخل کې ښکاره کړي وي چې يوازې ملي اړخ نه لري. د سيسټم داخلي جوړښت له سنتي حالت څخه راوتي وي او بېلابېل قواعد يې رامنځته کړي وي، يعنې په اوسني نوي نړيوال سيسټم کې نوي جوړښتونه او پروسې موجودې دي چې بايد ولوستل شي.
له همدې امله د نړيوالو اړيکو علم د سيسټمي نظم د لوستنې د علم په توګه تعريفولاى شو. د نړيوالو اړيکو د نوي علم د لوستنې د موضوع په توګه د نظم موضوعي سطحه په پام کې نيول، تر لوستنې لاندې پخواني معيارونه بدلوي او د قدرت له نويو شرايطو سره به د دې علم انطباق زيات کړي.
٢- د نړيوالو اړيکو يا نړيوال سياست د علم پراخوالى
اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې نړيوال سياست يا د نړيوالو اړيکو علم کوم موضوعات په ځان کې رانغاړي؟ لاندې موضوعات د تحليل د بېلابېلو لکه کوچنۍ، لويې او پيوندي سطحو په پام کې نيولو سره د نړيوالو اړيکو په علم کې لوستل کېږي:
د تحليل د کوچنۍ سطحې پر بنسټ د نړيوالو اړيکو د علم تر ټولو مهم موضوعات عبارت دي له:
– دولتونه د اصلي واحدونو او د پيل د ټکي په توګه؛
– د واحدونو موخې او ګټې د ملي ګټو تر سرليک لاندې؛
– ملي قدرت، د واحدونو د موخو د لاسته راوړلو د وسیلې په توګه؛
– بهرنى سياست او د بهرني سياست جوړول؛
– د بهرني سياست وسايل؛
– د بهرني سياست ستراتيژۍ
– او د واحدونو او نادولتي عناصرو مطالعه، د موخو، ګټو او د ګټو د وسايلو مطالعه د واحدونو د اغېزناکو برخو په توګه او همدارنګه له دوى څخه راپورته شويو د سيسټم ضد خوځښتونو مطالعه.
د تحليل د لويې سطحې پر بنسټ هم بېلابېل موضوعات په دې علم کې لوستل کېږي. د تحليل لويه سطحه پر دوو مهمو حوزو وېشل کېداى شي، د نړيوال (جهاني) سيسټم سطحه او د سيمه ييز سيسټم سطحه. د تحليل په لويه سطحه کې نړيوال سيسټم د لوستنې د موضوع او چوکاټ په توګه ټاکل کېږي او په کې د سيمه ييزو مطالعاتو، د نړيوالو جوړښتونو مطالعات، سيسټمي پروسې او نور د مهمو موضوعاتو په توګه مطرح کېږي.
نن ورځ نه شو کولاى چې دغه دواړه حوزې په جلا توګه د نړيوالو اړيکو د علم د حوزې په توګه مطرح کړو؛ نو په کار ده چې د يادو سطحو متقابل پيوند يا پيوندي سطحې ته هم پام وکړو. پر دې بنسټ کولاى شو چې د سيسټمي نظم له مفهوم څخه ګټه واخلو چې په دې صورت کې به لاندې موضوعات د نړيوال سياست يا د نړيوالو اړيکو د علم د پراخوالي په توګه مطرح شي:
الف) سيسټمي چوکاټ چې لاندې موارد په کې شامل دي:
١- واحدونه؛
٢- د واحدونو ترمنځ متقابل برخوردونه چې شونې ده په بېلابېلو قالبونو کې وي؛
٣- سيسټمي سرحدونه او د سيسټم داخلي جوړښت ته پاملرنه؛
٤- حاکم قواعد؛
٥- سيسټمي جوړښتونه او پايلې
ب) د نړيوال سيسټم په داخل کې د سلوکي بېلګو رامنځته کېدل چې شونې ده له بېلابېلو عواملو څخه راپيدا شوي وي، که هغه په کوچنۍ سطحه کې وي او که په لويه کې. سلوکي بېلګې ځانونه په دوو قالبونو (د سيسټم او د واحدونو سلوکي بېلګو) کې ښکاره کوي.
ج) په سيسټم کې د موجوده سلوکي بېلګو جوړښت يا ترتيب
د) د موخو تامينوونکي سيسټمونه.
دوام لري…
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.