ژباړه: انجنیر فرید عاطف
COMPRESSIVE STRENGTH OF CONCRETE CUBES
د کانکریټو فشاري مقاومت:
په کانکریټو باندې د نورو ترسره کیدونکو ازمایښتونو په پرتله دا ازمایښت ډیر مهم دی کوم چې د کانکریټو د ټولو خواصو په اړه مهمه نظریه ورکوي.
ددې ازمایښت په ترسره کولو سره پریکړه کیدای شي چې ایا کانکریټ اچول په سم ډول ترسره شوي او که نه .فشاري مقاومت په څو فکتورونو پورې اړه لري لکه داوبو –سیمنټو نسبت ،سیمنټو مقاومت ،د کانکریټو د موادو کیفیت ،د جوړولو پرمهال کیفیت کنترول او نور.د کانکریټو د فشاري مقاومت لپاره ازمایښت په مکعب ترسره کیږي او یا هم په سلنډر.په بیلابیلو سټنډرونو کې ددې ازمایښت ترسره کول په مکعبې او سلنډرې نمونو سپارښتنه شوې.د امریکا ASTM په سلنډرې نمونو د فشاري مقاومت لپآره سټنډرډ ازمایښت میتود وړاندې کړی.د مکعبې نمونو لپاره 15 cm X 15 cm X 15 cm او یا هم 10cm X 10 cm x 10 cm معکبې نمونې د ازمایښت لپاره کاریږي چې اندازې یې د کارول شوو ډکوونکو موادو په سایز پورې اړه لري.خو په ډیری حالاتو کې 15 cm x 15cm x 15 cm نمونه کاریږي.په قالب کې کانکریټ اچول کیږي او په کراره سره ټپک کاري کیږي څو خالیګاوې په کې پاتې نه شي.وروسته له 24 ساعتونو دا قالبونه رالرې کیږي او نمونې په اوبو کې د ساتلو لپاره اچول کیږي .د ددې نمونو بره سطحه باید منظمه او پاکه وي .ددې لپاره د سیمنټو خمیره پرې په کراره سره پاشل کیږي .دا نمونې له 7 او یا 28 ورځو اوبو ورکولو وروسته په ماشین کې ازمایښت کیږي.د ازمایښت پروخت پرې بار په تدریجي شکل 140 kg/cm2 په دقیقه کې واردیږي څو چې نمونه ماته شي .په ماتیدو کې بار د نمونې په مساحت ویشل کیږي او داسې د کانکریټو فشاري مقاومت ترلاسه کیږي.د کانکریټو فشاري مقاومت له 2500 psi یا 17 MPa څخه 4000 psi یا 28 MPa پورې وي او لوړمقاومت لرونکي کانکریټ کیدای شي ان تر 10000psi چې 70 MPa کیږي مقاومت ولري.
د کانکریټي مکعبې نمونو د فشاري مقاومت ازمایښت پروسیجر .
وسایل . APPARATUS
د فشاري مقاومت ازمایښت ماشین .
د مکعبې نمونو چمتو کول .
د مکعبي نمونو لپاره نمونې تناسب او مواد په همغه ډول چمتو کیږي څنګه چې په ساحه کې د کانکریټو لپارخ چمتو کیږي.
نمونه . Specimen
شپږ نمونې چمتو کیږي چې سایز 15cm وي او له M15 پورته مارک ولري.
مخلوطول . MIXING
کانکریټ کیدای شي په لاس او یا هم په ماشین سره مخلوط شي.
په لاس مخلوطول.
شږه او سیمنټ په اوبه نه جذبونکي سطحه مخلوط شي څو ښه ولړل شي او یوشان رنګ خپل کړي.
اوس جغل ورزیات شي او د شږې او سیمنټو سره مخلوط شي داسې چې په ټولو برخو کې جغل یوشان خپور شي.
اوس اوبه ورزیاته کړای شي څو چې کانکریټ په غوښتل شوي غلظت سره متجانس ښکاره شي .
نمونه اخستل . SAMPLING
قالب پاک شي او غوړ شي.
په قالب کې کانکریټ د 5cm پیړوالي سره په طبقو کې واچول شي او قالب ډک شي.
هره طبقه د یو راډ په واسطه تخته شي چې د راډ قطر 16mm او اوږودوالی یې 60cm وي او هره طبقه پرې 35 ټپک کارې شي.
د قالب بره سطحه په کراره سره همواره شي.
اوبه ورکول . CURING
د ازمایښت نمونه د 24 ساعتونو لپاره په لوند محیط کې ساتل کیږي او بیا له 24 وروسته له قالب څخه رالرې کیږي نښه کیږي او په پاکو اوبو کې ډوبیږي .
احتیاط . PRECAUTIONS
دکانکریټو لپاره کاریدونکې اوبه باید هر 7 ورځې پس چک شي او داوبو تودوخه باید 27+-2oC. په خواشا کې وي.
پروسیجر.
له اوبو څخه نمونه د ټاکلي وخت تیریدو وروسته راویستل شي او اضافي اوبه یې له سطحې لرې شي .
د نمونې اندازې تر 0.2cm پورې واخستل شي.
د ازمایښت ماشین زغمونکې سطحه پاکه کړای شي.
نمونه په ماشین کې داسې کیښودل شي چې د مکعب په هغه بل طرف بار وارد شي.
نمونه د ماشین په مرکز کې راوستل شي.
دماشین خوځیدونکې برخه داسې تاو شي چې د نمونې د بره سطحې سره په تماس کې راشي.
پرته له ټکان ورکولو بار په کراره په نمونه وارد شي داسې چې 140kg/cm2/minute وي ترهغې چې نمونه ماته شي.
ترټولو اعظمي بار یادداشت شي او د نمونې په ماتیدو کې که کوم غیرمعمول څه ولیدل شي هغه هم ولیکل شي.
نوټ:
په هر غوره شوي پړاو کې لږترلږه درې نمونې باید ازمایښت شي.که د هرې نمونې ازمایښت پایله د اوسط له مقاومت سره له 15% زیات توپیر ولري دداسې نمونې د ازمایښت پایله باید رد شي.ددرې نمونو اوسط د کانکریټو د ماتیدو مقاومت ورکوي .
محاسبې:
د مکعب سایز: 15cm x15cm x15cm
د نمونې مساحت (د نمونې له سایز محاسبه کیږي) = 225cm2
د 7 ورځو فشاري کرکرستیک مقاومت =
اټکل شوې ترټولو زیات بار . fck x area x f.s
هغه حدود چې باید غوره شي.
همداسې ورته محاسبه د 28 ورځو فشاري مقاومت لپآره ترسره شي.
ترټولو زیات وارد شوی بار په ټن یا نیوټڼ سره .
فشاري مقاومت = بار په نیوټن سره تقسیم پر مساحت پر ملي متر سره (Load in N/ Area in mm2)=……………N/mm2
راپور:
د مارک مشخص کول:
د ازمایښت نیټه .
د نمونې عمر.
د اوبو ورکولو شرایط
د نمونې د تولید نیټه .
د ماتو شوو مخونو ښکاره کیدو ډول او د ماتیدو ډول .
پایله:
د کانکریټي مکعب اوسط فشاري مقاومت په 7 ورځو کې په N/ mm2
د کانکریټي مکعب اوسط فشاري مقاومت په 28 ورځو کې په N/ mm2
په بیلابیلو عمرونو کې د کانکریټو فشاري مقاومت. Compressive strength of concrete at various ages:
د کانکریټو د عمر په زیاتیدو سره د هغې فشاري مقاومت زیاتیږي چې په لاندې ډول دی .
په 1 ورځ کې 16% مقاومت
په 3 ورځو کې 40% مقاومت
په 7 ورځو کې 65% مقاومت
په 14 ورځو کې 90% مقاومت
په 28 ورځو کې 99% مقاومت
په 7 او 28 ورځو کې د بیلابیل مارک کانکریټو فشاري مقاومت.
د کانکریټو مارک
د کانکریټو مارک |
په 7 ورځو کې ترټولو کم فشاري مقاومت په N/mm2 |
په 28 ورځو کې مشخض شوی کرکرستیک فشاري مقاومت په (N/mm2) |
M15 |
10 |
15 |
M20 |
13.5 |
20 |
M25 |
17 |
25 |
M30 |
20 |
30 |
M35 |
23.5 |
35 |
M40 |
27 |
40 |
M45 |
30 |
45 |