– نذیراحمد سهار
– تابوت ته نږدې ولاړ و، په لاس کې یې ژر ژر تسپې اړولې او له هیچا سره نه غږېده.
د ورځپاڼې او مجلې هیڅ لوستونکی به پر دغسې لیډ په پټو سترګو تېر نه شي. دلته لومړنۍ جمله په مخاطب کې تلوسه پیدا کوي او هره جمله، چې تعقیبوي، د پاتې متن د لوستلو انرژي ور کوي.
په اوسمهالي ژورنالیزم کې د چاپي او انلاین رسنیو لپاره پاموړ متن د خبر «کیسه ییز سټایل» دی، ځکه خو اوس ډیر ادبپوهان په دې نظر دي، چې « خبریالان هم کیسې لیکي»!.
په کیسه ییز سټایل کې د خبریال هدف په لوستونکو د هغو کیسو لوستل دي، چې په ډېر تکرار ستومانوونکې ګڼل کیږي. دا کېدای شي مخاطبانو ته دومره راښکونکې نه وي، چې یو سندرغاړی د ژوند په وروستیو کلونو کې څه ډول ژوند کوي. خبریال دې موضوع ته کیسه ییز رنګ ورکوي او له داسې ځایه یې پیلوي، چې په لوستونکو کې احساس، عاطفه او تلوسه وزیږوي. په کیسه ییز سټایل کې تاسې د ټلویزیون او راډیو له غږ او تصویر پرته، لوستونکو ته غږ او تصویر دواړه رسوئ. هغه څه، چې مخاطبان یې مخامخ نه ویني، په کیسه ییز سټایل کې د ذهني تصویرونو، پېښو او ټکرونو له لارې ورسره مخامخ کیږي.
د خبر كيسه ييز سټایل (Narrative style) د كيسې په څېر اوډل كيږي.
په دغه سټایل كې د كيسې له ټولو تكنيكونو (كركټر پنځونې، صحنه پسولنې، موقعيتونو، اوج ټكي او غوټې پرانېستلو) كار اخستل کیږي، خو په دې توپير، چې د كيسه ييز سټایل هرڅه په «واقعیت او حقیقت» او د كيسې او داستان توكي په «تخيل او افسانه» ولاړ وي.
د کیسه ییز سټایل طرح په دریو ټکو ولاړه ده:
- د یوې راښکونکې موضوع غوراوی
- د کیسې له منځه د یوه ځانګړي کرکټر غوراوی
- او د خبري کیسې لپاره د یوې وړ خاکې درلودل
ددغو دریو ټکو له موندلو وروسته، تاسې د کیسې اړوند تکنیکونه کاروئ او خپله کیسه پرې پرمخ وړئ.
د کیسې په پیل کې د کیسې د کرکټر\موضوع پر پېژندنه او ځانګړنو تمرکز کیږي. دلته خبریال په کیسه ییزه ژبه او تلوسه پاروونکي فیچري تعلیقي لیډ موضوع ته ننوځي او ستونزه پنځوي.
په لاندې بېلګه کې خبر د خبري کیسې د یوه کرکټر په تعریف او تشریح پیلیږي او وروسته ستونزه هم ورسره سپړل کیږي:
له دوو څیزونو پرته یې منډې نه شوای وهلای: یو اس، یوه مصنوعي پښه. د هلمند په سفر کې یې دویمې پښې هم کار پرېیښی و. د شپې لپاره یې، چې په ژوب کې د جمعیت علماء د غړي «شیخ ایوب» کور غوره کاوه، په فکر کې یې داسې مرګونې شیبې نه ور ګرځېدې. چرګانو بانګونه کول، چې امنیتي ځواکونو یې د استوګنې ځای محاصره کړی و. د کور څښتن۱۵ دقیقې مخکې وتلی و.
د مندوخېلو د قومي مشرانو جرګه د شیخ له میلمستون نه بې نتیجې را وګرځېده. ۳۲ کلن «نورعالم» پولیسو ته ځان نه سپاره، خو د محاصرې دایره هم پرې شیبه په شیبه تنګېده. پولیس پر میلمستون ور ننوتل او څو شیبې وروسته خلکو ولیدل، چې شاوخوا دیوالونه د مرمیو په ډزو کنډ او کپر وو او پر ځمکه د یوه چاغ سړي جسد پروت و. له نورعالم پرته بل څوک نه پوهیږي، چې د جګړې د ډګر دغه ازمویل شوی قوماندان څنګه امنیتي ځواکونو وموند.
په خبر کې تر ټولو مهمه برخه د ستونزې پنځول، یا په موضوع او پېښه کې د ستونزې موندل دي.
ستونزه د موضوع عمق یا ژورې ته په ننوتلو سره پیدا کیږي او پر سپړنه یې ډېری له ستونزې سره لاس او ګریوان کسان غږیږي. په پورتني پاراګراف کې د کرکټر د وژل کېدو په تړاو «څنګه» پوښتنې غوټه اچولې ده، چې د خبر په پای کې به یې د پرانېستلو هڅه کیږي.
په یوه پښه ګوډ او په غرونو کې په اس دغه ګرځيدونکی ښکلی څڼور ځوان عبدالله مسید و. خلکو د نورعالم په څېره کې دغه نوی سړی د ۲۰۰۴ میلادي کال په اکتوبر کې د دوو چینايي انجنیرانو له برمته کولو وروسته وپېژنده. «وانګ پینګ» او «وانګ اینډي» د ګومل زام پر ډیم کار کاوه. د پاکستان ځانګړو ځواکونو د اکتوبر پر ۱۴مه د چینايي انجنیرانو د ژغورنې عملیات وکړل، خو په عملیاتو کې یو تن ووژل شو او بل یې د تښتوونکو له منکولو ژوندی وژغوره.
د چینايي انجنیرانو تښتونې جنرال مشرف سخت غوسه کړ او ویې ویل: « که عبدالله مسید په مخه راشي، زه به یې پخپله ووژنم».
خو عبدالله کله هم د هغه او د هغه د پوځ لاس ته ورنغی.
عبدالله یې په ځواب کې وویل: « دا کار ما ددې لپاره وکړ، چې د جنرال مشرف رژیم پرې په دوه توتو کړم».
دده ورور انجنیر یونس وايي، چې عبدالله مسید انجنیران د پیسو لپاره نه و تښتولي: « د پښتونخوا والي افتخار حسین ګیلاني د چینايي انجنیرانو د خلاصون لپاره ما ته سپین چکونه راکړل، چې عبدالله ته یې وسپارم، خو عبدالله پیسې وانخستې».
عبدالله «مسید» د طالبانو د هغې شپږ کسیزې ډلې غړی و، چې پر کابل تر برید وړاندې یې د پلازمېنې د جغرافیايي څرنګتیا په تړاو سروې کوله. هغه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ کال کې د طالبانو د یوه قوماندان ملا اغاجان په هڅونه د طالبانو له لیکو سره د رضاکار جنګیالي په توګه یوځای شو او د شمالي ټلوالې له قوماندان احمدشاه مسعود سره یې د طالبانو په جګړو کې برخه واخسته. پر ۱۹۹۶ کال، چې طالبانو پر کابل بریدونه پیل کړل، عبدالله پکې خپله ښۍ پښه بایلوده او له هغه وروسته یې په شبرغان او ګوانتانامو کې د زندان سړې او تودې تیرې کړې.
په دې کرښو کې پر اصلي ستونزه بحث شوی او ستونزه د کرکټر له هغې مخینې سره تړل شوې، چې د موجوده ستونزې سرچینه ګڼل کېدای شي. دغه راز د متن په اوږدو کې د کیسې مرستندویه ډیالوګونه هم راوړل شوي.
د کیسې غوټه د خبر په وروستۍ برخه کې سپړل کیږي. دلته د غوټې پرانېستو لپاره د کرکټر د وژل کېدو عوامل مهم دي. د پېښې اصلي ستونزه د چینايي انجنیرانو تښتول دي، خو په غوټه پرانېستلو کې له یوه بل مهم رازه هم پرده پورته کیږي: د کیسې یو پټ کرکټر جنرال مشرف په وزیرستان کې د طالبانو د مشرتابه د بدلون له لارې پر هغوی د تسلط په لټه کې دی. دلته د کیسې اصلي کرکټر هم خلک له ځان سره بیعت ته هڅوي:
په ۲۰۰۴ کال کې، چې عبدالله له ګوانتانامو نه له نویو هیلو سره وزیرستان ته را ستنېده، طالبانو د مشرۍ پټکی د نیک محمد وزیر پر سر ایښی و. له پاکستان سره د عبدالله مسید د اړیکو تر خرابیدو وروسته ملامحمد عمر د هغه پرځای د بیت الله د راوستلو پرېکړه وکړه او دې پرېکړې د عبدالله او بیت الله ترمنځ اختلافات خورا ژور کړل. عبدالله له دې وړاندې ملامحمد عمر لومړی، طاهر یولداش دویم او ځان درېیم مقتدر کس باله، خو اوس په دې باور و، چې ملامحمد عمر آی ایس آی یرغمل کړی او نور څه نه شي کړای. د ملاعمر له ورکېدو سره د هغه په سر کې د «امیر» فکر ګرځېده او په همدې موخه یې له څو مشهورو قوماندانانو غوښتي وو، چې بیعت ورسره وکړي.
د کیسې په پیل کې د کور څښتن له محاصرې ۱۵ دقیقې وړاندې له کوره وتلی و.
همدغه ټکي که په لوستونکي کې د «شیخ ایوب» د وتلو په تړاو کومه پوښتنه پیدا کړې وي، د خبري کیسې پای یې ځواب وايي:
د عبدالله مسید ملګري اوس په دې فکر کوي، چې مشر خو به یې د پاکستاني حکومت د «پنځه میلیونه» کلدارو انعام قرباني نه وي؟!.
په کیسه ییز سټایل کې اړ نه یئ، چې د لنډې کیسې په څېر، خپل خبر خامخا په یوه پاروونکي او جذاب ټکي پای ته ورسوئ، خو دومره راښکون باید پکې وي، چې لوستونکي یا اوریدونکي د خبر تر پایه پورې له ځان سره وساتي.
دلته د کیسې په سټایل کې بشپړ خبر ولولئ:
یو اس یوه مصنوعي پښه
له دوو څیزونو پرته یې منډې نه شوای وهلای: یو اس، یوه مصنوعي پښه. د هلمند په سفر کې یې دویمې پښې هم کار پرېیښی و. د شپې لپاره یې، چې په ژوب کې د جمعیت العلماء د غړي «شیخ ایوب» کور غوره کاوه، په فکر کې یې داسې مرګونې شیبې نه ور ګرځېدې. د کور څښتن۱۵ دقیقې مخکې وتلی و.
چرګانو بانګونه کول، چې امنیتي ځواکونو یې د استوګنې ځای محاصره کړی و.
د مندوخېلو د قومي مشرانو جرګه د شیخ له میلمستون نه بې نتیجې را وګرځېده. ۳۲ کلن «نورعالم» پولیسو ته ځان نه سپاره، خو د محاصرې دایره هم پرې شیبه په شیبه تنګېده. پولیس پر میلمستون ور ننوتل او څو شیبې وروسته خلکو ولیدل، چې شاوخوا دیوالونه د مرمیو په ډزو کنډ او کپر وو او پر ځمکه د یوه چاغ سړي جسد پروت و.
له نورعالم پرته بل څوک نه پوهیږي، چې د جګړې د ډګر دغه ازمویل شوی قوماندان څنګه امنیتي ځواکونو وموند. کله، چې پولیسو د هغه مړی پلټه، د هغه ورور عبدالرحمن او کوربانه یې هم لاس ته ورغلل.
په یوه پښه ګوډ او په غرونو کې په اس دغه ګرځيدونکي ښکلي څڼور ځوان عبدالله مسید و. خلکو د نورعالم په څېره کې دغه نوی سړی د ۲۰۰۴ میلادي کال په اکتوبر کې د دوو چینايي انجنیرانو له برمته کولو وروسته وپېژنده. «وانګ پینګ» او «وانګ اینډي» د ګومل زام پر ډیم کار کاوه. د پاکستان ځانګړو ځواکونو د اکتوبر پر ۱۴مه د چینايي انجنیرانو د ژغورنې عملیات وکړل، خو په عملیاتو کې یو تن ووژل شو او بل یې د تښتوونکو له منکولو ژوندی وژغوره.
د چینايي انجنیرانو تښتونې جنرال مشرف سخت غوسه کړ او ویې ویل: « که عبدالله مسید په مخه راشي، زه به یې پخپله ووژنم!».
خو عبدالله کله هم د هغه او د هغه د پوځ لاس ته ورنغی.
عبدالله یې په ځواب کې بي بي سي ته وویل: « دا کار ما ددې لپاره وکړ، چې د جنرال مشرف رژیم پرې ودردوم».
دده ورور انجنیر یونس وايي، چې عبدالله مسید انجنیران د پیسو لپاره نه و تښتولي. هغه وايي: « د پښتونخوا والي افتخار حسین ګیلاني د چینايي انجنیرانو د خلاصون لپاره ما ته سپین چکونه راکړل، چې عبدالله ته یې وسپارم، خو عبدالله پیسې وانخستې».
عبدالله مسید په ۱۹۷۰ کال د سرویکي تحصیل د نانو کلي په سلیمي خېل قبیله کې زیږیدلی. پلار یې د پاکستان د هوايي شرکت (PIA) افسر، یو ورور یې تورن اصغر د آی بي استخباراتو غړی او بل یې انجنیر یونس په ایبټ اباد کې د پوهنتون استاد دی. دی خپله په کراچۍ کې د متعلمۍ په دوره کې د جمعیت طلبه غړی و او څه وخت په جامعه بنوریه کې پاتې شوی.
د حزب اسلامي یو قوماندان، چې له عبدالله مسید سره یې له نږدې پېژندل، وايي، دغه قبایلي جنګیالی د افغانستان له سیاست او جغرافیا سره خورا بلد و. کابلۍ وریژې یې ډیرې خوښولې. د افغانانو خوراک خوند ورکاوه، ځکه په افغانستان کې یې ډیر وخت تیر کړی و. کندهارۍ لهجه یې روانه ویله او داسې فکر نه کېده، چې وزیرستانی دی.
هغه وايي: «د طالبانو د حکومت پر مهال یې په کندهار کې تذکره هم اخستې وه».
عبدالله «مسید» د طالبانو د هغې شپږ کسیزې ډلې غړی و، چې پر کابل تر برید وړاندې یې د پلازمېنې د جغرافیايي څرنګتیا په تړاو سروې کوله. هغه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ کال کې د طالبانو د یوه قوماندان ملا اغاجان په هڅونه د طالبانو له لیکو سره د رضاکار جنګیالي په توګه یوځای شو او د شمالي ټلوالې له قوماندان احمدشاه مسعود سره یې د طالبانو په جګړو کې برخه واخسته. پر ۱۹۹۶ کال، چې طالبانو پر کابل بریدونه پیل کړل، عبدالله پکې خپله ښۍ پښه بایلوده او له هغه وروسته یې په شبرغان او ګوانتانامو کې د زندان سړې او تودې تیرې کړې.
په ۲۰۰۴ کال کې، چې عبدالله له ګوانتانامو نه له نویو هیلو سره وزیرستان ته را ستنېده، طالبانو د مشرۍ پټکی د نیک محمد وزیر پر سر ایښی و. له پاکستان سره د عبدالله مسید د اړیکو تر خرابیدو وروسته ملامحمد عمر د هغه پرځای د بیت الله د راوستلو پرېکړه وکړه او دې پرېکړې د عبدالله او بیت الله ترمنځ اختلافات خورا ژور کړل. عبدالله له دې وړاندې ملامحمد عمر لومړی، طاهر یولداش دویم او ځان درېیم مقتدر کس باله، خو اوس په دې باور و، چې ملامحمد عمر آی ایس آی یرغمل کړی او نور څه نه شي کړای. د ملاعمر له ورکېدو سره د هغه په سر کې د «امیر» فکر ګرځېده او په همدې موخه یې له څو مشهورو قوماندانانو غوښتي وو، چې بیعت ورسره وکړي.
د عبدالله مسید ملګري اوس په دې فکر کوي، چې مشر خو به یې د پاکستاني حکومت د «پنځه میلیونه» کلدارو انعام قرباني نه وي؟
نذیراحمد سهار
[review]