لیکنه: ظاهر عمار
انسان د خپل ماضي، حال او راتلونکې تر منځ حالت کې ژوند کوي. انسان بايد له خپل ماضي سره يوازې د ماضي ـ مستقبلي ايجابياتو تر حده اړيکه ولري او له ماضي ـ مستقبلي سلبياتو او غمجنوونکو يادونو سره يې بايد خدای پاماني وکړي او همدا ترې د خلاصون يوازينۍ او تجربه شوې لاره هم ده.
اوس پوښتنه دا ده چې انسان د خپل ماضي له سلبي يادونو څنګه ځان خلاصولای شي؟ ولې ځينې انسانان کله چې د خپل خوب بسترې ته ځي، د ماضي ترخو يادونو ته پناه ور وړي او ايجابيات يې نه يادوي؟ ولې ښځه او مېړه د خپلمنځي اختلاف او ان د نېکمرغۍ پر مهال د ماضي نهيلي کوونکي يادونه را په زړه کوي؟ کله چې مې د ماضي غمجنوونکي پېښې نه پرېږدي او ځوروي مې، څه بايد ورسره وکړم او څنګه ترې ځان خلاص کړم؟
د دې ټولو پوښتنو يوازينی ځواب دا دی چې انسان د غمجنې ماضي په اړه خپله سلبي ذهني انګېرنه نه بدلوي او نه ورته تيار وي او يوازينۍ حل لاره يې همدا ده چې غمجنه ماضي بايد يوه طرف ته ټېل وهي، مقابله ورسره وکړي او هېر يې کړي.
همغسې چې مو وويل، اصولا انسان د دې درېيو حالاتو (ماضي، حال، مستقبل) تر منځ ژوند کوي، خو ورته پکار ده او بايد چې د غمجنې ماضي، وېروونکې راتلونکې او تَرورَوونکي حال تر سيطرې لاندې را نه شي. همدا انسان دی چې په خپله خان ته له راتلونکې د غم، وېرې او رُعب حالت غوره کوي. ښايي په دې اړه انسان په خپل ذات کې د خپلو مشاعرو اداره او تنظيمولو ته پام وکړي او په مرسته یې ځان له غمجنې ماضي خلاص کړي.
ښايي يو څوک وپوښتي چې ايا دا کار سخت دی؟
نه، سخت نه دی!
ښايي يو بل ووايي چې زه بيا بيا په دې چاره کې ناکامه شوی يم!
دا ولې؟ لامل يې دا دی چې نوموړي د خپلې ناکامۍ او د دې احتمال کښتۍ چې ښايي ناکامه شې، نه دي سوځولي!
ښايي يو بل ووايي، هڅه مې وکړه، خو ناکامه شوم، ځکه نو عاجز يم او نور نو له دې ستونزې ځان نه شم خلاصولای!
نه، داسې نه ده، بلکې په ايجابي ژبه بايد وويل شي چې غلطه لاره دې موندلې، خکه نو هڅه وکړه چې سهي او نوې لاره ومومې. زېری واوره، ته بیا بيا هڅه وکړه چې د غمجنې ماضي له پنجو د تل له پاره ځان خلاص کړې، خو ان که په دې چاره کې بیا بيا هم ناکامه شوې، خوښ شه چې داسې یوه غلطه لاره دې موندلې چې بلې سهې او نوې لارې ته دې برابروي. همدلته ده چې راتلونکې د ماضي په ماتې نڅېږي، انسان خپل “حال” ښکلی او په زړه پورې ويني او په ژوند کې د روحي سوکالۍ احساس کوي!
لنډه دا چې بيا بيا هڅه وکړه، په پای کې به بريالی شې!