عطاءالله خان حیران
د ملي یوالي په نوم غیر قانوني حکومت له جوړېدو وروسته ددغه کار لپاره د یو ځای شویو اړخونو د توجیه لومړۍ سرچینه ملت شوه. هغه ملت، چې د سر په خطر کې اچولو سره یې د یوه قانوني ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه روکړه . د چاګوتې پرې شوې چا د خپلو په حق رسیدلو بچیو د مرګ خبر پټ کړ او یو شمېر یې د دیوه مشروع حکومت د رامنځته کېدو لپاره د د سرتیرو په جامه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ددوی د ټولو قربانیو نتیجه د اشوه چې نوماندان د شخصي ګټو لپاره د دوی غوښتنی د توجیه په توګه وکاروي
نن سبا چې کله خبره لاندې باندې شي دواړه همدا خبره کوي د ملي وحدت حکومت غوښتنه د ولس غوښتنه وه نو ځکه موږ سره غاړه غټۍ شو، تر چې هېواد له بحرانه وژغورو دا چې تاسې هېواد له بحران څخه وساته که مو د بحران خواته بوتلو په دې به روسته خبرې ولرو راځم دې ته، چې ایا د ملي وحدت حکومت غوښتنه د چاوه د ولس، ستاسې دواړو او که د امریکې.؟
فرض کړه که دولس غوښتنه وی نو ولې یې په ټاکنو کې برخه اخسته ولې ولس دومره قربانۍ ورکړې ولس خو د سرپه بدله د دیموکراسۍ نه ملاتړ کاو ولس خو بدلون غوښت ولس خو یو ولسمشر غوښته نو پرهمدې اساس یې د خپلو بچو، دبدن دغړو او دمال قرباني په ځان ومنله او په ټاکنو کې یې داسې په نره برخه واخسته چې ان نړیوال یې حیران کړل. ومې لیدل چې تاسې یې څومره رایې ته احترام وکړ.
د اښکاره خبره وه چې امریکې غوښتل داسې یو دوسری حکومت جوړ کړي چې دوی خپلو شومو موخوته په اسانه ورسیږي، که یو یې نه مني نو دې بل ته به وايي چې ته ومنه او که دا بل یې نه نو دې بل ته به وايي امریکې غوښتل چې یوداسې نظام جوړ کړي، او تاسې چې ځانونه ددې ولس خادمان بللی نو تاسې کله پرون او کله نن دولس غوښتنو ته غوږ نیولی نن ولس په څه حال کې دی ؟ بیکاري ناامني اوج ته رسیدلې تاسې دولس غږ اورئ ؟همدانن په ننګرهار او لغمان کې ولسونه سرکونو ته راوزي چیغې وهي چې ګرمي ده روژه ده او برېښنانشته ولس په دې څه وکړي چې ته په یو وخت له سکایپ نه انلاین شې او له والیانو سره د زړه خواله وکړې ولس دې په چیغو او احساساتو څه وکړي ولس ته مو کوم خیر ورسید سوله مو راوسته امنیت مو ټينګ کړ اقتصاد مو پياوړی کړ بیکاري مو ختمه کړ څه موکړي؟
بله خبره چې دملي وحدت د حکومت مشران یې کوي هغه دا چې موږ هېوا له بحرانه وژغوره دوی هېواد له کوم بحرانه وژغوره؟ دوی خو د بحران له وېرې هېواد د بحران خواته یوړو.همدا نن مو هېواد په اقتصادي بحران کې دی ډالر او دافغانۍ ترمنځ توپیر وګورئ همدا نن د خپلو تاجرانو او د دوکاندارانو حال وپوښتئ چې څه وايي ورځ تربلې بیکاري زیاتیږي او توکي ګرانیږي دوی لاهم په منم نه منم بوخت دي دوی نن هم خپلې شخصي اړیکې پالي، همدا نن مو هیواد په سیاسي بحران کې دی له پاکستان سره بې ځایه سیاسي مینه څه یې ترلاسه کړه له پاکستانه ؟ او برعکس پاکستان ډېر څه ترلاسه کړه د پاکستان لپاره داهم غټه خبره ده چې هندیې خفه کړ، که تاریخ ته زیر شو د افغانستان واکمنانو تل له زورورو سره جګړه کړې او له کمزوروسره یې دوستي پاکستان چې دافغانستان ستراتیژک دښمن دی دومره سیاسي مینه چې یو کراچۍ وانان یې رانه غله او غني ورسره ونه کتل نور خویې هریوه د ا رګ د ماڼۍ سرکونه کندې کندې کړل، لاسته رواړنه څه ده؟ په سیاست کې سجده سهوې نه وي غني باید له پاکستان سره د کرزي دریځ غوره کړی وی د سولې په راوستو کې ایا کرزي کمې هڅې وکړې ؟ نن پاکستان د طالب اکسپایر پروژې ته د نړۍ په کچه کمپاین پيل کړی دی ترڅو یې په ښه لوړ قیمت په افغانستان خرڅه کړي او په هغو پیسو د داعیش پروژه پرمخ یوسي همدا نن د ننګرها په ډېرو برخو کې داعیش په ښکاره فعالیت کوي حکومت نن په ډېرې سیمو حاکمیت نه لري ورځ تربلې جګړې زیاتیږي دا ولي؟ دا په دې خاطر چې پاکستان نړۍ ته وښايي چې د طالب پوروژه اکسپایر پروژه نه ده.
پاکستان چې څه غوښتي غني ورسره منلې ترتفاهم لیکه پورې خو غني چې کومې غوښتنې له پاکستانه کړي پاکستان منلي؟ نا که یې منلي وی پایله به یې معلومه وی.
له پاکستان سره د کابل سیاسي خیښي پرته له درانه زیانه نور هېڅ ګټه نه لري همدانن په پاکستان کې د افغانانو څه حال دی؟ که پاکستان له افغانستان سره له زړه نه خواخوږي لرلی نن به یې په دې سره ګرمۍ کې په دې روژه کې له افغانانو سره د کفري جلندنه کولو همدانن په وزیرستان کې څه حال روان دی ولسمشره غني یې په اړه تراوسه غوږهم نه دی ګرولی .
پاکستان هېواد نه دی له پاکستان سره باید د یوه هېواد په توګه برخورد ونه شي پاکستان د انګریز يوه پورژه ده دا پوروژه ددې سیمې د سرخوږي لپاره جوړه شوې نن ما په ما وژني تراوسه موږ د پاکستان په دومخي سیاست سره خلاص نه شو له د ښمن نه د ښو تمه هېڅوک نه کوي په همدې تمه خو مو ځان تبا برباد کړ.
ولسمشر باید خپل لومړیتوبونه وټاکي ولسمشر هرکار په خپله کوي ټيم یې دړې وړې دی هرڅه ورنه شړیدلي دي که ځان راټول نه کړي او لومړیتوبونه ونه ټاکي او همدانن یې ونه ټاکي سبا به ناوخته وي.