ژباړن: سلطان شاه (صفاري)
هر مسلمان د یاجوج او ماجوج په اړه څه اوریدلي دي او په یو څه پوهیږي؛ ولې اکثریت مسلمانان دیاجوج او ماجوج په اړه افسانوي تصور لري، ځکه اسلامي علماءو په دې اړه څیړنې نه دي کړيې. که په اوسنيو وختونو کي یوچاته د یاجوج او ماجوج په اړه ووایې، نو ذهن ته يې ډیررکوچني موجودات راځي.
په قرانکریم کي دیاجوج او ماجوج څخه دوه ځله یادونه سوې ده:
ژباړه: او پرهغه ښار (خلکو) چې ښار مو وران او خراب کړ، او هغه ښار ته مو بیا ستنیدنه حرام کړل ترڅو چي یاجوج او ماجوج ته (لاره یې) وکاږل سي او هغوی هر لوري ته منډي وهي.
ښه هغه ښار چي الله تعالی جله شانه وران کړ او د هغه ښار خلک له همغه ښار څخه وشړل سول؛ بیت المقدس دی چی بنی اسرائیل یا اسرايیلیان د دوه زره کلونو لپاره له هغه ښاره څخه شړل سوي وه یواځي دیو ګرځندوی په توګه ورته راتلل سوای، ترڅو چي د دویمي نړیوالې جګړې وروسته داسرائیلو په نوم یو هیواد جوړ سو او هغه خلک چي له دې ښاره څخه شړل سوي وه بیرته یې دا ښار خپل کړ.
ژباړه: ویې ویل ای ذوالقرنین! یاجوج او ماجوج په مځکه کي سخت فساد کوي ایا (ممکنه ده) چي مال (ثروت) ستاپه واک کي درکړو ترڅو زموږ او دهغوی په مینځ کي دیوال جوړ کړې.
څنګه چي موږ پوهیږو؛ ذوالقرنین یو عادل او قدرتمند حاکم و. په همدې اساس هغه باید یاجوج او ماجوج له مینځه وړي وای، ولې هغه دا کار ونکړ بلکه ددې پرځای یې دهغوی د تیریدو لاره چي د دوو غرونو په مینځ کي وه دمسو او اوسپني په دیوال سره بنده کړه، ذوالقرنین ځکه هغوی (یاجوج او ماجوج) له مینځه یونه وړل چي دالله تعالی څخه پرته بل څوک هغوی له مینځه نسي وړلای، ذوالقرنین پوهیدی چي دا دیوال لنډمهاله (موقتي) دی نو ځکه یې وویل:
دا زما دپالونکي رب له لوري رحمت دی او کله چي دالله تعالی ژمنه راورسیږي هغه (دیوال) به له مینځه یوسي او دپالونکي رب ژمنه رښتنې ده.
څنګه مو چي په لومړي آیت کي ولیدل چي یاجوج او ماجوج په مځکه کي مفسدین دي نو الله تعالی په خپل پاک کتاب کې فساد هم تشریح کړی دی چي معمولاً لاندې ډولونه لري:
په دین کې فساد: په دې ډله کې هغه کسان راځي چې له دین څخه یې سرکښي کړې ده او دین په هغه ډول جوړوي چې زړه یې غواړي. (دبقرې سورت ۲۷ ایت)
په کورنۍ کي فساد: هغوی چي په سیستماتیکه توګه کورنۍ اړیکي له مینځه وړي لکه د ښځي او میړه اړیکه، له اولاد سره د مور او پلار اړیکه (دبقرې سورت ۲۷ ایت)
د عام وژنې فساد: دبې ګناه خلکو وژل او دهغوی وینه تویول (دبقرې سورت ۳۰ ایت)
په کرهڼه کي فساد: دکرهڼیزو نباتاتو لکه دکرهڼیزو او کیمیاوي تخمونو له مینځه وړل او فاسد کول چي اصلي کیفیت نه لري. (دبقرې سورت ۲۰۵ ایت)
په سوداګرۍ کې فساد: داسي یو سوداګریز سیستم چي شتمن نور هم شتمن کیږي او خپل مسؤلیتونه نه اداء کوي او دخپلو مسؤلیتونو څخه معاف وي (دالاعراف سورت ۸۵ ایت)
دجنسي بې لارۍ فساد: لکه دهمجنس ګرايي منل، حتی همجنس ګرایانو ته د واده جواز ورکول (دعنکبوت سورت ۲۹ او ۳۰ مبارک ایاتونه)
اوس موږ پوهیږو چي چا دبیت المقدس ښار اسرائیلو ته وسپاری څوک هغه فسادونه چي الله تعالی منعه کړي کوي، نو ډیر امکان لري چي یاجوج او ماجوج همدا صیهونیستان وي چي نن ورځ یې ټوله نړی په کنټرول کي ده یعني (امریکا، اروپا او اسرائيل)
داچي یاجوج او ماجوج انسانان دي، اوپه مځکه کي هم یواځي انسانان دي چي فساد کوي چي واک هم لري، همدا ډول پيریان دي، مګر پیریان یاجوج او ماجوج نسي کیدای، ځکه دبخاري او صحیح مسلم په حدیث او دکنزالعمال په ۲۱۵۸ شمیره حدیث سره ثابته ده چي یاجوج او ماجوج د ادم علیه سلام اولاده ده.
ابوسعید الخدری رضی الله عنه روایت کوي: د قیامت په ورځ الله (جله جلاله) ادم (علیه سلام) ته وايي چي خپل د اولادې څخه هغه کسان چي دوزخ ته ځي جلاکړه، ادم (علیه سلام) پوښتنه کوي یا الله (جله جلاله) هغوی څوک دي، الله (جله جلاله) فرمايي له هرو زرو تنو څخه ۹۹۹ دوزخ او یو تن دجنت لوري ځي.
ددې حدیث شریف په اوریدلو سره د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام په ویره کي ولویدل او له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتل:
یارسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا یو به څوک وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکوي:
مه اندیښمن کیږئ، ۹۹۹ یاجوج او ماجوج دي او یوچي جنت ته ځي هغه به ستاسو له جملې څخه وي. (صحیح مسلم او بخاري)
داچي اوس پوهیږو یاجوج او ماجوج انسانان دي باید په مځکه کي د ذوالقرنین د دیوال په لټه کي سو ځکه چي انسان دمځکي لاندي ژوند نسي کولای چي له نیکه مرغه پاک قران او نبوي احادیثو دهغوی (یاجوج او ماجوج) جغرافیوي ساحه موږ ته مشخصه کړې، په ننۍ ټیکنالوژۍ کي که هغه دیوال چي دمسو او اوسپنو څخه جوړ و او په لاندي ایت سره ثابت دي، تراوسه وجود لرلی حتماً انسانانو هغه پیداکاوه او دهغه دمس او اوسپني څخه یې استفاده کول او هغه انسانان چي هلته بند پاته وه هغه یې دبشري قوانینو پر اساس ازادول.
آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَاراً قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْراً
(وروسته یې په کار پیل وکړ او ویې ویل:) د اوسپني غټي ټوټې ماته راوړی (بیا یې دهغه اوسپنو دیوځای کولو امر صادرکړ) ترڅو په بشپړه توګه د دوو غرونو مینځ بند کړي (او دهغه مینځ یې داوسپني څخه ډک کړ، او فرمان یې صادر کړچي پر هغه باندي اور بل کړي او) ویې ویل چي پرې یږدئ ترڅو د اوسپني ټوټې سرې سي او داټوټي یو له بل سره جوش وخوري او بیايې وویل ویلی سوي مس ماته راوړي ترڅو هغه پر دې دیوال توی کړم.
داسلام علماءو دغه ځای (د دیوال ځای) د قرانکریم دایاتونو او احادیثو په نظر کي نیولوسره پیدا کړی دی، دمدیترانې سمندرګي او تورسمندرګي ترمینځ یواځینی ځای چي یاجوج او ماجوج پکښې بندیدلای سوای دکاکسس دغرونو (Caucasus Mountains) مینځ ؤ.
او ددې غرونو په مینځ کي یواځي یوه لاره وجود لري چي ډاریل جورج (Daryal Gorge) په نامه یادیږي چي داوسپني او مسو اثار هم هلته موندل سوي دي، دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم درحلت څخه څو سوه کاله وروسته یو قوم دخزار(Khzarian) په نوم له دې ځایه څخه دنړی هر لور ته سفر وکړ، چي ځینو دخپلو سیاسي موخو په خاطر مسیحت او چایهودیت ومنی، دغه قوم چي دجنټیکي پلوه دعادي انسانانو څخه هم د فکري قوت او هم دفزیکي نګاه څخه پیاوړي دي ژر وتوانیدل چي دقدرت لویو پوړیو ته ځان ورسوي چي اوس دنړی ډیرۍ هیوادونه کنټرولوي او د اسرائیلو نوي سلنه نفوذ هم خزاري یهودیان جوړوي، همدا خزاریان وه چي بیت المقدس یې اسرائیلو ته ورکړ او په مځکه کي فساد کوي.
دهمدې دلایلو په نظر کي نیولو سره یاجوج او ماجوج امریکا، اورپايي همکاران یې او اسرائيل دي چي نن ورځ ټوله هغه فساد چي په قرانکریم کي ورڅخه یادونه سوې ده، کوي او بیت المقدس یې یهودیانو ته ازاد کړ، او ټول هغه دولتونه چي له دوی سره لاس په لاس دي هم په همدې مفسیدینو کي راځي، موږ باید دمسلمانانو په توګه دهغوی په موخو کي ورسره مرسته ونکړو.
سرچينه: www.mubareza.com
[review]