ساختماني شرکتونه یا کمپنۍ ګانې په بیلابیلو ډولونو ویشل کیږي چې د شرکت د دندې له ډول سره تړاو لري.په ساختماني شرکت کې رول لکه د ځمکې برابرول،ډيزاین ،مالي پلانول ،اجرات ،فعالیت حفظ او مراقبت او کاغذي کارونه د ساختماني شرکت ډول ټاکي .
د ساختماني شرکتونو ډولونه .Types of Construction Companies
نظر دیته چې کومه دنده ترسره کوي شرکتونه په لاندې ډولونو ویشل کیږي.
1. واړه نوي رغونکي قراردادیان . . Small Renovation Contractors
واړه رغوني قراردادیان په عمومي ډول په هغو ځایونو کې کار کوي چې لږه پانګه غواړي او معمولا کارونه براورد نه غواړي او نه یی هم غټ اداري جوړښت ته ضرورت وي .دو معمولا د کورونو په وړو بدلونو اووړو سوداګریزو کارونواو دفترونو کې کار کوي .ډیری داسې رغونکي قراردادیان په خپلو کورونو کې دفتر لري او کاغذي کارونه د شپې لخوا سرته رسوي.
2. عمومي قراردیان . General Contractors
دا شرکتونه ډیری په نوو ودانیو او د ودانیو په بدلونونو کې ښه تجربه لري.د ودانیو جوړولو ډیری شرکتونه خپل یو اندازه کارونه نورو ته په قراردادورکوي په داسې حال کې چې واړه رغونکي شرکتونه ټول خپله ترسره کوي.یو شمیر عمومي شرکتونه په ټول ګټو پروژه کې ښه تجربه لري.
3. څښتن –ودانونکی . Owner-Builder
هغه شرکت چې د څښتن –ودانوونکي په ډول کار کوي په اصل کې قراردادونکی نه دی .دا شرکتونه ودانۍ یواځې دځان لپاره جوړوي ،یا یې ددې لپاره یې جوړوي چې وه یی پلوري او یا یی په کرایه ورکړي.
4. حقیقي حالت منځ ته راوړونکی . Real Estate Developer
دا ډول څښتن –وداونکی څوک چې ،کیدای شي د ځان لپآره یی جوړ کړي او یا یې ددې لپآره جوړ کړي چې وه یې پلوري .یوې کورنۍ اودوه کورنیو کورونه په دې ډول کې راځي .
5. مسلکي ساختماني منیجر . Professional Construction Manager
مسلګي ساختماني منیجر کیدای شي داسې تعریف شي چې ،افراد ،یا ګروپ خلک څوک چې د ودانولو په پروژه کې د پروژې د څښتن په استازیتوب کارونه مخ ته وړي ،مګر داسې یی مخ ته وړي لکه د پروژې د څښتن لخوا چې ګمارل شوی وي .ساختماني مدیریت ادارې معمولا غوښتونکي مسلکي کسان ورکوي .داسې کسانو کې ساختماني سوپرډنټ ،پروژې منیجران او مالي مدیریت کسان راځي .منیجر د ساختماني کار بیلابیلې برخې په اجاره ورکوي او ضروري اداري کارونه ،نظارت د دویمي قراردادیانو پیسې ورکړه ،پایرولونه او نورد پروژې د څښتن په استازیتوب د یو فیس په مقابل کې سرته رسوي.
6. پروګرام منیچر . Program Manager
عمومي قراردادی یا ساختماني منیجر کیدای شي د پروګرام منیجمنت له لارې خپل خدمات پراخه کړي.داسې خدماتو کې ،د شته ودانیو تخریبول ،د نوو ودانیو مالي تحلیل راځي ،د نوي ساحې د ځمکې برابرول ،د مهندس او ډیزاین کوونکی مقررول د پروژې د څښتن په استازیتوب.د خدماتو نظارت ، له ساختمان جوړولو وړاندې خدمات د پلانولو په مرحله کې .
7. د ودانوونکو پکج Package Builders
داسې شرکتونه هم ډیزاین او هم د ودانۍ جوړول په قرارداد اخلي .ډير وخت سربیره پردې ،د پروژې مالي ملاتړ اړ ځمکې رانیولو خدمات هم ترسره کوي.ودانولو پګیج ډيری وخت خپل مهندسین او انجینران او همدارنګه ساختماني کارکوونکي لري.یو شمیر ودانونکي پیکیج د ډيزاین او مهندسۍ یوه برخه په قرارداد ورکوي .دا خبره ضرور ده چې ودانونکي پکیج باید د مهندسانو او انجینرانو لپاره جواز نامه ولري.
8. مالي ملاتړ – ودانونکي . . Sponsor-Builder
په حکومتي مرسته شوو پروژو کې په ځانګړي ډول د کورونو جوړولو په برخه کې ،کیدای شي مالي ملاتړ کوونکي –ودانونکی ته د پلانولو ،ډيزاینولو ،جوړولو ،مدیریت کولو او حفظ او مراقبت کارونه وسپارل شي.مالي ملاتړ کوونکی پروژه د حکومتي ادارو کې د پروسو او ډيزاین رهنمايي کوي.مالي ملاتړ کوونکی یو څارنوال ګماري څو بیلابیلو حکومتي ادارو څخه کارونه خلاص کړی او د پروژې لپاره ځمکه برابره کړي.د قرارداد په لاسلیک سره د وداني جوړولو لپاره د پروژي مالې ملاتړ کوونکی د ودانونکي رول فرضوي .
You also might be interested in
په کانکریټو کې انبساط جینټ ددې لپاره ورکول کیږي څو[...]
لیکنه: مقتصد ستړی دا څووم ځل دی، پرون هم راغلې[...]
د معماري سختماني کارونو لپاره کلسیم سلیکیټ خښتې یا شګه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی