لیکنه: ډاکتر احسان الله احسان
همولایتیک انیمیا هغه حالت ته ویل کیږي چې دوینې سره کرویات له خپل معیاری وخت نه زر له منځه ولاړ شي.
سره کرویات هغه حجرات دي چې بدن مو د دوی به په برکت سره ژوند ته ادامه ورکوي، سره کرویات معمولا ۱۲۰ ورځې نارمل عمر لري چې وروسته د طحال یا توري په واسطه له منځه ځي .
خو په مرضي حالاتو کې خصوصا په همولایتیک انیمیا کې چې له نامه څخه یې هم مالومیږي ډیر زر تخریبیږي، چې په دې وخت کې بن میرو یا دهډوکو مغزونه چې دسروکویاتو دتولید اصلی نسج بلل کیږي نه شی کولای چې هغه تخریب شوی سره کرویات پوره کړي، چې بیا شخص په همولایتیک انیمیا اخته کیږي، داچې ولې سره کرویات مخکې له ټاکلي وخت نه له منځه ځي ډیر عوامل او علتونه لري چې دا علتونه به یی په دوه کتګوریو وویشو.
۱– داخلي اسباب یا په ارثي ډول یا Intrinsic Cauose:
دې حالت کې دمور اوپلار نه معیوب یا ناقص سره کرویات جنین ته اتنقالیږي چې بلاخره طفل په همولاتیک انیمیا مصاب تولد کیږي چې دغه حالت یې نسبتا خطرناک نظر خارجي عواملوته ښودل شوی.
د ارثی نوعې له جملې څخه یی تلاسمیا، سیکل سل او سپرو سایتوزس انیمیاوې عامې ښودل شوې دي.
په دغه نوعه کې سره کرویات تولیدیږي خو لکه نارمل کرویاتو غوندې اوږد عمر یانې ۱۲۰ ورځې ژوند نه لري
د داسې ناروغانو لپاره درملنه ناروغ ته همیشه وینه ورکول ضروري دي او سختو او شدیدو حالاتو کې جراحي یا دتوري یاطحال ایستل دي.
۲– کسبی اسباب یا Extrinsic Cause:
په دې حالت کې شخص دمور په دې ناروغۍ مصاب نه تولد کیږي بلکه شخص په نارمل حالت کې له مور نه تولد کیږي خو بیا وروسته بعضې عوامل دي چې دشخص سره کرویات له منځه یوسي او مخکې له ټاکلي وخت نه تخریب شي .
لکه په لاندې حالاتو کې.
* انتانات ( باکتریاوې یا ویروسونه) * د بعضو دواګانو تجویز لکه ( پنسیلین، دملاریا ضد درمل، استامینوفین )
* دوینې سرطان
* اتو ایمونوسیستم کې اختلال ( دبدن معافیتی سیستم کې ناخوالې، چې دبدن انتی بادی په اشتباه ډول په سرو کرویاتو حمله کوي او دیوه نا پیژندل شوي مادې په حیث یی له منخه وړي) .
* بعضې سرطانی تومورونه.
* دوینې ورکولو مهال کې شدید عکس العمل سره.
همولایتیک انیمیا اعراض:
- * د پوستکي چملک کیدل.
* دسترګو، پوستکي زیړوالی.
* د ادرار رنګ کې توروالی.
* تبه منځ ته راتلل.
* سستي، یا کسالت.
* سرګیچی .
* ضعیفی .
* دطحال یا توری او جیګر لوی والی.
درملنه یی نظر د دغې ناروغۍ په نوع او علت پوري یی اړه لري تر څو یی چې علت مالوم شي او وروسته به بیا درملنه شروع کیږی.