د نومبر ۱۱مه، ولې دا ورځ رخصتي ده؟
د نومبر ۱۱مه (Wapenstilstand) په بلجیم کې عمومي رخصتي ده!
ګرانو افغانانو، د سې شنبې ورځ، د نومبر ۱۱مه، په ټول بلجیم کې د “اوربند ورځې” په نوم رسمي رخصتي ده. دا ورځ په ۱۹۱۸ کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو په یاد لمانځل کیږي او د ټولو هغو کسانو درناوی کیږي چې په جګړو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
