ژباړه: ډاکتر عــيـدمـحـمـد سـیـدي
ای کیو (IQ) د Intelligence Quotient مخفف دی چي په پښتو کی ورته د هوښیارۍ ضریب ویل کیږی.
تعریف: آی کیوIQ یو عدد دی چی د هغه په واسطه د یو شخص د عمر په تناسب د هغه د هوښیارۍ درجه يا وړتیا معلومیږی.
د یو نورمال شخص آی کیو د ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې د تغیر وړ وی خو د ۱۲۰څخه لوړه آی کیو په هغه کسانو کی موندل کیږی چې د هوښیارۍ کچه یې بې سارې وي. له ۷۰ څخه کښته آی کیو په هغو کسانو کی لیدل کیږی چی معمولا د فکري پڅوالي سره ستونزه ولري. د څیړنو له مخې تقریبا د نړۍ د ۶۸٪خلکو آی کیو د ۸۵ او ۱۱۵ ترمنځ ښودل شوې. د نړۍ د ۱٪ خلکو آي کیو ۱۳۶ او یا له دې څخه لوړ ښودل شوی. چي دا ډول خلک د الله تعالی د خاص فضل او کرم څخه برخمن دي او همدارنګه د بی سارې هوښیارۍ او د تیز ذهن څښتنان وي. په اوسط ډول په ټوله نړۍ کي د جاپان دخلکو آی کیو لوړه (۱۱۵) ښودل شوې، چي کیدای شي فردي آی کیو يي یو څه د تغیر وړ وي، (ممکن د ځینو کسانو یی لدې هم لوړه او ځینو لدې ټیټه وي). د ګینس (نړۍ د عجایبو د ثبت کتاب) په کتاب کي د نړۍ ترټولو لوړه ثبت شوې آی کیو ۲۲۸ ده چي یوې امریکایي ښځې (مریلین وس ساوانت) نومیده په لس کلنۍ کی دا ریکارډ ثبت کړ. وراثت او جینیتکی عوامل تر ۸۰٪ پوری د آی کیو په زیاتوالي اوکموالی کې رول لري، محیطي عوامل هم د آی کیو پر میزان تر یوې اندازې تاثیرات لری. آی کیو د ټولنیزو روابطو سره ډیرې نژدې اړیکي لري، هر څومره چې د یو شخص آی کیو لوړه وي په هغه اندازه یې په ټولنه کې عمومي روابط تر نورو قوي وي او تل دا کوشش کوي چې پخپله ټولنه کې له خلکو سره ښي اړیکي ولري. د لوړې آی کیو خاوندان د پیچلو کارونو په کولو او د مغلقو موضوعاتو په حل کې ځانګړې وړتیا له ځانه ښیي. په هره اندازه چي د یو شخص آی کیو لوړه وي په هماغه اندازه يې پرنفس د باور کچه لوړه وي، د لوړې آی کیو خاوندانو کې د خلاقیت قوه ډیره غښتلې وي او اړونده چارې يې تل له نوښتونو سره مل وي. هغه کسان چي آی کیو یې له نورمال میزان څخه ټیټه وي د ښونځۍ او تحصیل سره علاقه نه لري او برعکس د قانون خلاف کړنو او اعمالو سره يي علاقه زیاته وی. د دا ډول خلکو د ژوند له کړاونو سره له مبارزې ډیر زر ستړي کیږي او غواړي د ځان وژنې له لارې د د ژوند کړاونو ته د پاي ټکی کېږدي.
د آی کیو د مالومولو لپاره د آی کیو ټسټ (IQ Test) څخه استفاده کیږي چې دا ټسټ په ۱۹۸۹کال کی د امریکا د ساینس د پرمختیا اکاډمي لخوا د شلمې پیړۍ د شلو ارزښناکو کشفیاتو په لیست کې داخل شو. د ای کیو د مالومولو لپاره یو فورمول هم شته (ذهني عمر تقسیم پر اصلی عمر ضرب د سلو، د دې فورمول خارج قسمت ته آی کیو وايي. یعنې
IQ = Mental age(MA)/Chronological Age(CA)*100
څیړنو ښودلې چي په اسیا کې افغانان هم د لوړې آی کیو خاوندان دي ، د داسي ورځی په هیله چی د افغانانو د لوړې آی کیو څخه د ګران هیواد په جوړولو او خپلو خلکو ته د خدمت په لاره کی ترې ګټه واخستل شي، نه د ویجاړۍ او بربادۍ لپاره.
پــــه هــمــدی هــــیـــــلــه.