لیکنه: محمد عالم
P5+1 ګروپ د نړۍ د شپږو نړیوالو ځبر ځواکونو یوه ټولګه ده. په ۲۰۰۶ کال کې د ایران د اتومي پروګرام موضوع د ډپلوماتیکو خبرو پر مخ بیولو، پر اساس سره یو ځای شوی. دP5 (Permanent Five) اصطلاح د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړو (امریکا متحده ایالات، برتانیه، روسیه، چین او فرانسه) څخه اخیستل شوې. او +1 یعنې د جرمني هیواد. یاد ګروپ ته E3+3 هم وايي. یعنې E3، چې د E حرف ېې د Europe څخه او 3 ېې اروپايي ( برتانیه، فرانسه او جرمني) هیوادونو څخه اخیستل شوې، او +3 نور ېې چین، امریکا او روسې هیوادونو په مانا ده. د ۲۰۰۳ کال څخه را پدیخواE3 هیوادونو د اتومي انرژۍ په اړه د ایران سره ډپلوماتیکې اړیکې پیل کړې. د یادو هیوادونو پرلپسې هڅو دا نتیجه شوه، چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ایران په اړه شپږ قطعنامي صادرې کړې:
لومړی: #1696: دغه قطعانامه په کال ۲۰۰۶ کې صادره شوه، چې په اساس ېې د ایران څخه وغوښتل ، چې د یورانیمو د غني کیدو مخه ونیسي.
دوهم: #1737: په ۲۰۰۶ کال
دریم: #1747: په ۲۰۰۷ کال
څلورم: #1803: په ۲۰۰۸ کال
د دې دریو قطعنامو څخه هدف په ایران باندې ورو ورو د اقتصادي بندیزونو لګول وه.
پنځم: #1835:د درې قطعنامې په خپرولو سره د ایران څخه څه وغوښتل شول چې په لومړی قطعنامې کې ترې غوښتل شوي وو. پدې قطعنامې سره په ایران نور بندیزونه ونه لږیدل.
شپږم: #1929: اخري قطعنامه ۲۰۱۰ کال کې په ایران ولګول شوه.دا چې ایران همکارۍ ته زړه نه ښه کاوه، او برعکس ېې د یورانیمو پروګرام نور هم پیاوړی کاوه نو د یادې قطعنامې پر بنسټ ېې په ایران نور بندیزونه هم ولګول. په کال ۲۰۱۳ کې په سویزر لینډ کې د یاد ګروپ د هیوادونو او د ایران تر منځ یو قرارداد تر سره شوه. په پایله کې ایران ومنله، چې دوۍ به نور یورانیم نه پیاوړي کوي او په مقابل کې به ېې د ایران څخه یو څه اقتصادي بندیزونه لرې کوي. دغه قرارداد وکولای شول چې د ایران او د یاد ګروپ د هیوادونو تر منځ شپږ میاشتې اړیکې نارملې کړې. دغه قرارداد وروسته له ۳۴ کالونو د امریکا او ایران ترمنځ یو رسمي قرارداد هم ګڼل کیږي.
بلاخر په کال ۲۰۱۵ د جولای په میاشت کې د دولسو کالونو د ناندریو څخه وروسته ایران او P5+1 ګروپ هیوادونه سره یوې موافقي ته ورسیدل. چې د دې موافقې په اساس ایران دې ته غاړه کیښوده ، چې حد اقل د لس کالو لپاره به هستوي مواد نه تولیدوي او په مقابل کې به ملل متحد په ایران بندیزونه لرې کوي، خو که ایران په ۶۵ ورځو کې دې تړون ته ژمن ونه اوسي بیا به پرې بندیزونه لګول کیږي.
د جرمني رول: ایران د جرمني هیواد سره په تجارتي اړیکو کې یو تاریخي او ښه ملګری پاتې شوی. په کال ۲۰۰۹ کې د ایران او جرمني تر منځ تجارتي اړیکې 4.3 او په کال ۲۰۱۰ کې تر 4.7 بیلون ایرو پورې ورسیدل. دا به هم مبالغه نه وي، چې د ایران اتومي پروګرام د جرمني په تولیداتو وړاندې ځي. نو دا طبعي ده، چې په ایران اقتصادي بندیزونه به د جرمني په اقتصاد نظام بدې اغیزې هم ولري. نو جرمني د یو نړیوال سیاسي او اقتصادي ځواک په توګه کوشش کوي، تر څو د ایران په مسئله کې مهم رول ولوبوي.