۱ـ لومړیتوب یو ناپېلی، خپلواک، پوهنیز، مسلکي او ښوونیز ویبسایټ دی چې یواځې مسلکي، پوهنیزې او ښوونیزې لیکنې خپروي.
۲ـ لومړیتوب د خپلو لیکوالو د هڅونې او ودې لپاره خپلې ټولې شونتیاوې کاروي.
۳ـ لومړیتوب له نورو ژبو نه پښتو ژبې ته د ژباړو لپاره ځوانان هڅوي او د ژباړو او زیار قدر یې کوي.
- ـ لومړیتوب هڅه کوي چې پښتانه په خپله ژبه پوهنیزې، مسلکي او ښوونیزې لیکنې ولولي او ترې ګټه واخلي.
- ـ له هرې نږدې او لرې ژبې نه ژباړې ته لومړیتوب د قدر په سترګه ګوري او خپروي یې، دا مهمه نه ده چې ژباړه له دري یا فارسي ژبې نه شوې ده، که له انګریزي نه، دا اړینه ده چې پښتانه په خپله ژبه معلومات ترلاسه کولای شي.
- ـ له هر هغې ژباړې سره چې د سرچینې یادونه شوې نه وي، لومړیتوب یې نه خپروي.
- ج ـ دقیقه او رښتنې سرچینه باید ورکړل شي، هرهغه سرچینه چې د لټون پر مهال سمه نه وي، لومړیتوب یې لیکنه نه خپروي.
۴ ـ په لومړیتوب کې ټولې هغې څیړنیزې او پوهنیزې ادبي لیکنې خپریږي چې د ادب پوهنې او هنر پيژندنې په برخو کې لیکل شوې وي.
۵ ـ هر هغه لیکنه چې لیکنۍ تیروتنې یې ډيرې وي، د سمون لپاره به بیرته لیکوال ته لیږل کیږي، که چیرې لیکوال د تیروتنو په سمون کې له ستونزو سره مخ وي، د لومړیتوب اداره یې مرستې ته چمتو ده، خو د لومړیتوب هڅه به دا وي چې د پوهنیزو لیکنو پښتون لیکوال باید کره او ښاېسته پښتو لیکلو ته وهڅیږي او مرسته یې وشي.
۶ـ لومړیتوب هڅه کوي چې د پوهنیزو، مسلکي او ښوونیزو لیکنو لیکوال او ژباړن په شهرت، محبوبیت او وده کې تر خپله وسه مرسته وکړي.
۷ـ لومړیتوب ټولو هغو سیاسي لیکنو خپرولو ته لومړیتوب ورکوي چې د افغانانو د سیاسي شعور او پوهې د لوړتیا لپاره لیکل شوې یا ژباړل شوې وي:
- ـ هغه لیکنه چې د شخص ستاینه او غندنه په کې شوې وي، لومړیتوب یې نه خپروي.
- ـ هغه لیکنه چې د یوې ځانګړې ډلې په پلوي یا مخالفت شوې وي لومړیتوب یې نه خپروي.
- ـ هغه لیکنه چې د افغانستان د ملي ګټو په خلاف شوې وي، لومړیتوب یې نه خپروي.
- ـ هغه لیکنه چې نا امنیو یا لانجو ته په کې لمن وهل شوې وي لومړیتوب یې نه خپروي.
- ـ هغه لیکنه چې د شخصي، ګوندي یا نورو اغراضو په بنسټ شوې وي لومړیتوب یې نه خپروي.
- ـ هغه لیکنه چې یواځې نیوکې وي او د حل لارې او وړاندیزونه ونه لري لومړیتوب یې نه خپروي.
۸ ـ لومړیتوب اسلامي پوهنیزو او ښوونیزو لیکنو خپرولو ته لومړیتوب ورکوي او ژمن دي چې افغان ځوانان د خپل دین او دیني اصولو او قوانیونو په اړه په علمي ډول وپوهیږي، درک یې کړي او ویې مني.
- ـ هر هغه لیکنه چې د دیني لیکنې تر نوم لاندې رالیږل شوې وي خو په اصل کې په ټولنه، نظام او هیواد کې د ستونزو او د بدګومانیو سبب کیږي، لومړیتوب یې نه خپروي.
- ـ هر هغه لیکنه چې د دیني لیکنې په نوم رالیږل شوې او د لیکوال موخه د خپلو سیاسي او جګړه ایزو موخو تر لاسه کول وي، لومړیتوب یې نه خپروي.
- ـ په هر هغه لیکنه کې چې د اسلام له مبارک دین نه د چا د وهلو، ترټلو او نورو تورونو لپاره ګټه اخېستل شوې وي، لومړیتوب یې نه خپروي.
۹ ـ هغه لیکنې چې د تحقیق له پلوه کمزورې وي، لومړیتوب یې نه خپروي.
۱۰ ـ هغه لیکنې چې په څو لنډو جملو کې معلومات ورکړل شوي وي، هغه به یواځې د لومړیتوب په فیسبوک پاڼه خپریږي.
۱۱ ـ لومړیتوب له هیڅ افغان رسنۍ سره سیالي نه لري ، دا ځکه لومړیتوب له ټولو افغان رسنیو نه جلا لار تعقیبوي او دا یو ځانګړی او لومړنی افغان علمي سایټ دی.
۱۲ هغه نوي د پوهنیزو لیکنو لیکوال چې غواړي لیکنې یې د لومړیتوب پر مخ خپرې شي. له خپلې لومړۍ لیکنې سره باید خپل ژوند لیک هم راولیږي.
۳۷ ـ د لومړیتوب اداره د لومړیتوب د پالېسې په بدلون او تازه کولو کې د پوره واک څښتنه ده
لومړيتوب ته لیکنه ولېږئ — لومړيتوب په فېسبوک وڅارئ — لومړيتوب سره اړیکه ونیسئ
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی