د شخصي معلوماتو د خونديتوب تګلاره
Go to end of page for English version!
د معلوماتو خونديتوب اوس په پرختللې نړۍ کې یو اصل ګڼل کېږي چې هر ویب سایټ او هر اپلېکېشن باید اوس د شخصي معلوماتو خونديتوب لپاره شرایط او اصول وړاندې کړي. له همدې امله شخصي معلومات د یوه قرارداد له مخې چې محرمیت تګلاره یا Privacy Policy ورته ویل کېږي عملي او کارول کېږي.
افغان ټپس هم په خپل وار سره غواړي چې د پرمختللې نړۍ د قوانينو له همغږۍ سره تاسې لپاره د محرمیت تګلاره معرفي او ستاسې د معلوماتو د خوندیتوب او کارولو په اړه روښانه معلومات او ډاډ درکړي.
که چېرې تاسې زموږ د محرمیت د پالیسۍ په اړه لا نورو معلوماتو ته اړتیا درلوده، له موږ سره په اړيکه کې شئ، موږ به هڅه وکړو چې ستاسې پوښتنې په دې اړه ځواب کړو.
د معلوماتو ټولول
افغان ټپس او یا د افغان ټپس پورې اړوند اپلېکېشنونه د نورو ویبسایټونو او اپلېکېشنونو په شان ځينې انټرنيټي معلومات لکه ای پي نمبر، د ویب سایټ د پاڼو کتل د وخت او مکان په پوهېدو سره یوازې د ويپ سایټ یا اپلېکېشنونو د تحليل او په ښه ډول د اداره کولو لپاره راټولوي.
د شخصي معلومات ټولول
افغان ټپس او اړوند اپلېکېشنونه یې ستاسې ځينې شخصي معلومات هم لکه نوم، ځای، مبایل شمېره، برېښلیک یا بانکي معلومات ساتي. دا معلومات یوازې او یوزاې زموږ د خدماتو د ښې ادارې او د جعل د مخنيوي او ستاسې د ښې پېژندې لپاره را ټولوي تر څو په دې ډول ستاسې تفکيک د ځينو ځانګړو خدماتو په بهير کې وکړي.
د شخصي معلوماتو شریکول
افغان ټپس او اړوند اپلېکېشنونه ستاسې راټول کړي معلومات سره بيلوي چې ځينې یې په ویب سایټ او اپلېکېشن کې لکه نوم، ايمیل ادرس او یا ستاسې انځور نورو ته ښکاري. او نور معلومات په ځانګړي وخت او د اړتیا له مخې له دریم ارګان سره شریکوي، د بېلګې په ډول د پیسو د ترلاسه کولو لپاره ستاسې معلومات له پي پال یا ګوګل سره شریکوي چې په دې ډول د پیسو د ترلاسه کولو او یا استولو لپاره ډاډ او باور را منځته شي. پرته له دې ستاسې معلومات له کومې بلې ادارې سره له قانوني اړټیا له مخې پرته نه شریکوي.
د شخصي معلوماتو بدلون یا له منځه وړل
ستاسې شخصي معلومات لکه څنګه چې تاسې زموږ په ویب سایټ یا اپلېکېشنونو کې ليکلي دي، ستاسې په لاس د بدلون وړ دي او ددې تر څنګ تاسې کولای شئ ددې معلوماتو د بشپړ له منځه وړلو لپاره هم غوښتنه وکړئ. دا غوښتنه afghan.tips@outlook.com ايمیل ادرس ته په یوه پیغام استولو سره ترسره کېدای شي.
د مبایل اپلېکېشنونه
کله چې تاسې زموږ کوم اپلېکېشن خپل مبایل ته ډونلوډ کوئ، موږ د ګوګل په مرسته ستاسې په ځينو معلوماتو لکه ستاسې د مبایل ډول، د مبایل کارېدونکۍ سیستم پوهېدلای شو.
موږ د مبایل اپلېکېشنونو لپاره ځينې وخت ځینې خبرتیاوې استوو، چې دا خبرتیاوې اعلانات، خبراوي او یا زموږ له نورو اړتیاوو سره سم ځينې پيغامونه وي، تاسې دا خبرتیاوې زموږ په انسټال شوي اپلېکېشن کې بندولای شئ او وروسته له هغې به تاسې ته دا ډول خبرتیاوې نه استول کېږي.
د افغان ټپس په ځينو مبایل اپلېکېشن کې موږ له تاسې څخه د جغرافیوي موقېعت غوښتنه هم کوو دا غوښتنه یوازې د ځينې ځانګړو خدماتو د وړاندې کولولو لپاره کوو ولې تاسې کولای شئ دا غوښتنه ونه منئ او تر څنګ یې هغه خدمات چې زموږ په اپلېکېشن کې ځای پر ځای شوي ونه کاروئ.
کوم معلومات چې تاسې د اپلېکېشن له لارې له موږ سره شریکوئ دا معلومات د اپلېکېشن د خدماتو د کره والي او ښه والي لپاره په پام کې نيول شوی تر څو موږ په دې ډول ستاسې تفکیک له مخربو او جعلي اشخاصو سره وکړو او خپل سیستم او اپلېکېشن ترې خوندي کړو.
دریم ويب سایټ ته لېنکونه
که چېرې زموږ په ویب سایټ یا اپلېکېشنونو کې داسې لېنکونه وي چې هغه تاسې له افغان ټپس څخه بهر بل ویب سایټ ته بیايي، د هغه ویب سایټ په اړه دا تګلاره نه عملي کېږي، هغه ویب سایټ خپله ځانګړې تګلاره ممکن ولري او تاسې باید د هغوی له تګلارې سره سم له هغه څخه لېدنه وکړئ او له موادو څخه یې ګټه پورته کړئ.
نظر څرګندونه
په افغان ټپس ویب سایټ او اپلېکېشنونو باندې تاسې کولای شئ چې خپل نظر هغه وخت څرګند کړئ چې تاسې په افغان ټپس ویب سایټ یا اپلېکېشن راجستر شوي واست او یا د ګوګل، فېسبوک له پېژندنې سره تاسې ته د تبصرې یا نظر شریکولو امکانات برابر شوي وي. کله چې تاسې په کومه ليکنه یا موضوع خپل نظر شریکوئ، ستاسې نوم انځور او ممکن ځينې نور معلومات چې تاسې شریک کړي د افغان ټپس ویب سایټ، اپلېکېشن کارونکو سره شریک کېږي، نو وړاندې له دې چې تاسې کومه تبصره وليکئ اړينه د چې په دې اړه غور او فکر وکړئ.
د څار تکنالوژي
له افغان ټپس سره همکاره ارګانونه لکه ګوګل، فېسبوک او داسې نور په اپلېکېشنونو کې د cookies او یا دې ته ورته تکنالوژي کاروي چې په دې ډول دوی په ویب سایټ او اپلېکېشنونو کې د کاروونکو فعالیت او حرکت د معلوماتو د تحليل لپاره څاري. تاسې کولای شئ دې cookies ته اجازه ورنکړئ، ولې په دې صورت کې ممکن تاسې لاس رسۍ د ویب سایټ یا اپلېکېشن بشپړ کارونې او معلوماتو ته محدود شي.
اعلانات
له افغان ټپس سره همکاره ارګانونه لکه ګوګل، فېسبوک او داسې نور د خپلو اعلاناتو لپاره cookies او یا ورته تکنالوژي کاروي چې په دې سره دوی ستاسې ټولیز موقېعت، ځای، د کارونې وخت، کلېکونو او نور حرکتونه څاري، تر څو په دې ډول ستاسې معلومات تحليل او تاسې ته وړ اعلانات وړاندې کړي.
تحليل او ارزونه
افغان ټپس ستاسې معلومات د خپل ویب سایټ او اپلېکېشنونو د ښه فعالیت، ویب سایټ او اپلېکېشنونو ته د تخنيکي خطر د کمولو، د ویب سایټ او اپلېکېشنونو کې د جعل د مخينيوي او د همدې خدماتو د ښه او بهتر کولو لپاره تحليل او ارزوي. تر څو په دې ډول خپل ویب سایټ او اپلېکېشنونه له خطرونو څخه خوندي کړي.
خونديتوب
موږ ستاسې د معلوماتو د خونديتوب لپاره ژمن یو، هغه معلومات چې تاسې موږ ته په پټ ډول استوئ او اړينه نه ده چې هغه خپاره شي موږ هیڅکله نه خپروو او د خونديتوب د نړیوالې تګلارې پر بنسټ موږ دې خونديتوب ته لومړيتوب ورکوو او په عملي کولو کې یې ژمن یو. که چېرې تاسې په دې اړه کومه پوښتنه لرئ کولای شئ هر وخت دا پوښتنه موږ سره په برېښلیک afghan.tips@outlook.com شریکه کړئ.
د تګلارې بدلون او سمون
موږ له اړتیا سره سم غواړو په خپله تګلاره کې وخت پر وخت بدلون راولو. له دې بدلونونو څخه موږ کولای شو تاسې ته د راجستر شوي ايمېل، مبایل شمېرې یا د اپ له خبراوي سيستم له لارې خبر درکړو.
که چېرې تاسې هر وخت له دې تګلاره سره هغمغږي نه یاست، تاسې کولای شئ چې د افغان ټپس له ویب سایټ او اپلېکېشنونو څخه ګټه اخیستنه بنده کړئ.
ټولنيزې رسنۍ
افغان ټپس په خپل ویب سایټ او اپلېکېشنونو کې د دریم شرکت لکه فېسبوک خدمات لکه لایک، شیر او داسې نور کاروي چې په دې سره هم ستاسې نوم، انځور او نور معلومات ممکن زموږ پر ویب سایټ او اپلېکېشنونو څرګند شي. که چېرې تاسې نه غواړئ ستاسې دا معلومات شریک شي، تاسې باید وړاندې له نظر یا تبصرې کولو څخه په دې اړه ځان ډاډه کړئ.
د ماشومانو معلومات
پر افغان ټپس معلومات د ماشومانو لپاره نه دي، پر افغان ټپس معلومات یوازې د لویانو لپاره خپرېږي، که چېرې تاسې ګورئ چې ستاسې ماشومان دا معلومات خپروي او تاسې ورسره همغږي نه یاست، تاسې کولای شئ خپله دوی منع کړئ او کوم معلومات چې دوی پر ویب سایټ یا اپلېکېشن له موږ سره شریک کړي، د هغه د پاکولو او له منځه وړولو غوښتنه وکړئ.
د GDPR یا د اروپايي ټولنې د معلوماتو د خونديتوب له مخې ستاسې حقوق
د افغان ټپس ويب سایټ او اپلېکېشنونه له اروپا څخه فعالیت کوي له همدې امله موږ د GDPR تګلارې پلې کوو او د همدې تګلارې له مخې اړينه ده چې تاسې ته ستاسې له حقوقو څخه درته یادونه وکړو.
- ستاسې د شخصي معلوماتو غوښتنه: تاسې حق لری چې له موږ څخه د خپلو شخصي معلوماتو د کاپی غوښتنه وکړئ چې موږ ستاسې په اړه کوم معلومات لرو او یا موږ سره ټول شوي. خو دا ممکنه ده چې موږ ددې معلومات د برابرولو په بدل کې د پیسو غوښتنه وکړو.
- د پاکولو حق: تاسې حق لری چې د ځينو ځانګړو شرایطو پر وخت له موږ څخه د خپلو معلوماتو د پاکولو او له منځه وړلو غوښتنه وکړئ. تاسې دا غوښتنه له موږ څخه زموږ د یادو شویو اړيکو له لارې کولای شئ.
- ستاسې د شخصي معلومات بندول: تاسې کولای شئ چې د ځينو ځانګړو انګېرنو له مخې له موږ څخه غوښتنه وکړئ چې موږ نور ستاسې معلومات ثبت نه کړو او تاسې څارنه ونه کړو. خو دا کار زموږ د خدماتو رسول تر تاسو پورې محدودوي.
- ستاسې د شخصي معلوماتو پروسس او تحلیل: تاسې حق لری چې له موږ څخه غوښتنه وکړئ چې موږ ستاسې معلومات پروسس او له خپلو شریکانو سره شریک نه کړو.
- د معلوماتو لېږد: تاسې دا حق لری چې له موږ څخه غوښتنه وکړئ چې ستاسې په اړه ټول شوي معلومات ستاسې په خوښه بل ارګان یا تاسې ته واستوو. دا کار د ځانګړو شرایطو پر اساس ترسره کېدای شي.
- ستاسې ځواب: که چېرې تاسې د پورتیو یادو شویو حقوقو په اړه موږ ته کومه غوښتنه استوئ موږ هغه د یوې میاشتې په موده کې ځواب کوو.
د CCPA یا د کلفورنیا د شخصي معلوماتو د خونديتوب تګلاره
د CCPA د تګلارې سره سم تاسې د لاندې ځانګړو حقوقو غوښتنه هم کولای شئ.
- تاسې کولای شئ د هغه معلوماتو په اړه معلومات ولری چې له تاسې څخه زموږ د ویب سایټ یا اپلېکېشنونو لخوا خیستل کېږي یا ټولېږي.
- تاسې له موږ څخه غوښتنه کولای شئ چې ستاسې په اړه له موږ سره خوندي معلومات پاک او له منځه یوسو.
- تاسې له موږ څخه غوښتنه کولای شئ چې موږ ستاسې شخصي معلومات په شرکتونو ونه پلورو.
اړيکې
د افغان ټپس ویب سایټ او اپلېکېشنونه د اړيکو شمېرې خپرې کړي چې تاسې کولای شئ ددې اړيکو پر مټ له موږ سره په اړيکه کې شئ او یا ددې برېښليک له لارې موږ ته پیغام واستوئ.
Afghan.Tips@outlook.com
د افغان ټپس ويب سایټ او اپلېکېشنونه
دا تګلاره په وروستي ځل په 08/2022 سمه شوې.
fb:app_1027599397794690
fb:1027599397794690