دا کتاب چې د ناول بڼه لري یوه انګریز لیکوال( John Ronald Reuel Tolkien) نومیږي په کال ۱۹۳۷ کې په انګلستان کې لیکل شوی دی. نوموړي لیکوال دا ناول د (The Hobbit) په نوم ولیکه.
خو په ۱۹۴۹ کال کې په دې ناول له سره کار وشو او په دریو ټوکو کې ولیکل شو، چې لومړی ټوک ته یې د The Fellowship of the Ring نوم ورکړل شو، دوهم ټوک یې د The Two Towers په نوم ونومول شو، او دریم ټوک یې د The Return of the King تر نامه لاندې ولیکل شو، چې دا درې واړه کتابونه اوس د نړۍ د ډېرو پلورل شویو کتابونو په کتار کې کې راځي او د A Tale of Two Cities ناول څخه وروسته په نړۍ کې د ډېرو پلورل شویو کتابونو په لړلیک کې دوهم ځای لري، چې له ۱۵۰ ملیون ټوکه څخه ډېر پلورل شوي دي.
د دغه ناول په داستان یوه انګریز فلمي ډایرکټر Sir Peter Robert Jackson جکسن لخو ا د فلمونو یو سریال دایرکټ شوی او چې د New Line Cinema یې مالي ملاتړ کړی دی. لومړی فلم یې د The Fellowship of the Ring په نامه په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو. دوهم فلم یې د The Two Towers په نامه په کال ۲۰۰۲ کې جوړ شو او دریمه برخه فلم یې بیا د The Return of the King تر سلیک لاندې په ۲۰۰۳ کال کې جوړ شوی، دا فلم یې هم د نړۍ د لسو ښو فلمونو په کتار کې راځي چې $1,119,929,521 ډالره یې ګټلي دي. د دغې لړۍ وروستۍ فلم یې د هغه لومړي ټوک ناول The Hobbit د داستان په اساس په ۲۰۱۲ کې د The Hobbit: An Unexpected Journey تر سرلیک لاندې جوړ شو او دا هم د نړۍ د ښو پلورل شویو فلمونو په کتار کې له شلو څخه اتلسم ځای لري او یو بلیون ډالره یې ګټلي دي.
بشیراحمد بشیر
که غواړئ چې انګریزي بڼه یې ولولئ، له لاندې ټړونیو یې خپل کمپیوټر ته ښکته کولای شئ.
1: لومړي ټوک The Hobbit چې په کال ۱۹۳۷ کې لیکل شوی
2: لومړی ټوک The Fellowship of the Ring چې په کال ۱۹۵۴ کې خپور شوی
3: دوهم ټوک The Two Towers چې په کال ۱۹۵۴ کې خپور شوی
4: دریم ټوک The Return of the King چې په کال ۱۹۵۵ کې خپور شوی
یادونه: لومړيتوب
که کوم افغان لیکوال غواړي دا ناولونه پښتو ته را وژباړي کېدای شي له لومړيتوب سره د admin@lomritob.com برېښنالیک لارې په اړیکه کې شي.