ليکوال: ډاکټر فرهاد قاسمي
ژباړن: هجرت الله اختيار
(پينځمه برخه)
٣) – د نړيوالو اړيکو په برخه کې د واقعيتپالنې ليدلوري تحليلي عناصر: قدرت او نړيوال سياست
سياست او د ملتونو ترمنځ اړيکې همېشه د رقابت و ټکر او د قدرت ترلاسه کوونې، ساتنې او زياتونې ډګر وي. د سياست وجودي فلسفه هم د غوښتنو او اړتياوو له تامينولو څخه عبارت ده؛ ځکه چې نړيوال چاپېريال د دې لپاره لازمه توانايي نه لري او پر دې حوزې د کميابۍ اصل حاکم دى. پر همدې بنسټ قدرت د ټولو اهدافو د تامين لپاره د بنسټيز رول درلودونکي په توګه د سياست د غايوي موخې په حيث ګڼل کېږي. هېوادونه شونې ده چې د امنيت، آزادۍ، سوکالۍ او … په څېر موخې تعقيب کړي او حتا شونې ده چې خپلې موخې د مذهب، فلسفې او اقتصاد پر بنسټ تعريف کړي او پر دې باور وي چې د الهي مرستې له لارې يا هم د چاپېريال د بدلون له لارې او يا هم له نورو سره د همکارۍ له لارې او يا هم د نړيوالو سازمانونو د همکارۍ له لارې خپلو ارمانونو او موخو ته رسېداى شي؛ خو کله چې په نړيوال سياست کې بوختېږي، نو خپلې موخې د قدرت تر لاسه کوونې، ساتنې او يا هم زياتونې لپاره د هڅو پر بنسټ عياروي. قدرت په هر ځاى کې او هر وخت له سياست سره ملګرى دى او د سياست لوستنه د قدرت لوستنې په مانا ده؛ ځکه چې د قدرت اصالت د انسان په ژوند کې له يوې بلې پديدې څخه سرچينه اخلي او هغه د انسان ژوند او امنيت دى او هېواد (دولت) د دې پديدو د ساتنې په پار د تر ټولو لوى ارزښت حيثيت لري. ټول انساني ارزښتونه او تحقق يې په قدرت پورې اړه لري او دا موضوع له هماغه پيله پر سياسي ژوندانه حاکمه ده ځکه چې د قدرت تر لاسه کول د ژوند، امنيت او نورو ارزښتونو له تحقق سره مساوي دي چې دولتونه يې تعقيبوي.
(١) – د قدرت تعريف
په نړيوال سياست کې يوه مهمه موضوع د قدرت د تعريف موضوع ده ځکه چې قدرت د سياست رامنځته کوونکى دى او له قدرت پرته سياست هېڅ مانا نه لري. مورګانتا د دې مکتب د بنسټګر په توګه قدرت د واحدونو ترمنځ هغې رواني اړيکې ته وايي چې عملي کوي يې او له امله يې لومړۍ ډله د دويمې هغې پر ذهنونو، رويو (سلوک) کنټرول پيدا کوي. دغه کنټرول او فشار د درېوو منشاء وو درلودونکى دى چې د ګټې تمه، وېره و زيان او درناوى و مينه نومېږي او په دې درېواړو کې قدرت په ترتيب سره د تهديد، جاذبې او کارېزما له لارې عملي کېږي.
پر همدې بنسټ مورګانتا د څلورو بېلابېلو ډولونو قدرتونو تر منځ توپير کوي چې عبارت دي له:
– قدرت او نفوذ
– قدرت او زور
– د ګټنې وړ قدرت او د ګټنې ناوړ قدرت
– مشروع او نامشروع قدرت
د مورګانتا له انده د قدرت په لومړي ډول کې توپير موږ د قدرت او نفوذ په موضوع کې ليدلاى شو. د قدرت عنصر د نورو پر ارادې د تحميل لپاره امکانات او وسايلو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې نفوذ له امکاناتو او مادي وسايلو پرته د نورو د ارادې د بدلون توانايي لري. د بېلګې په توګه يو هېواد سره له دې چې د نړيوال سياست په صحنه کې له بالقوه توانايۍ څخه برخمن نه وي؛ خو د نورو هېوادونو پر چلند (رويو) د نفوذ توانايي ولري او له دې لارې وکولاى شي چې د هغوى چلندونه (رويې) د خپلو ګټو پر لور بدل کړي.
د قدرت دويم ډول په سياسي قدرت او زور کې پلټلى شو، زور د قدرت او فزيکي تاوتريخوالي د عملي کولو په مانا دى، کله چې تاوتريخوالى عملي کېږي؛ نو دلته د سياسي قدرت ځاى زور نيسي يانې د سياسي قدرت ځاى نظامي قدرت نيولى دى. اصلاً په نړيوالو اړيکو کې نظامي قدرت د سياسي قدرت له مادي عواملو څخه يو عامل دى.
د مورګانتا له نظره د قدرت درېيمه بڼه يا ډول له قدرت څخه د ګټنې په وړتيا او نه وړتيا کې ليدلاى شو، د نړيوالو اړيکو په صحنه کې د قدرت ځينې بڼې سره له دې چې اغېز لري، خو د ګټنې وړ نه وي. د بېلګې په توګه هستوي سلاګانې سره له دې چې تخريبي عنصر لري؛ خو د نړيوالو اړيکو په صحنه کې ترې ګټنه نه کېږي. (البته د دې ډول سلاګانو د درلودونکيو په مقابل کې) ځکه چې که دواړه لوري له دې ډول سلاګانو څخه ګټنه کوي، نو دواړه لوري له منځه ځي.
بالاخره د مورګانتا له انده د قدرت څلورمه بڼه په مشروع او نامشروع قدرت کې ليدلاى شو، د قدرت ځينې برخې د اخلاقو او قانون عناصر لري، حال دا چې نږه قدرت بيا داسې نه وي؛ خو بيا هم بايد ووايوو چې د قانون و اخلاقو پشتيواني درلودونکى مشروع قدرت نسبت هغه قدرت ته چې د قانون و اخلاقو پشتيوانه ونه لري يانې نامشروع وي، ډېر اغېزناک وي.
ريمون آرون هم د هغو واقعيتپالو له ډلې څخه دى چې قدرت يې تعريف کړى دى، د هغه له انده ((قدرت د اقدام او يا هم له منځه وړلو توانايي ده، کله چې وګړي د نورو په مقابل کې خپل قدرت عملي کوي، دلته د سياست واقعي مفهوم ښکاري)).
ياراسل قدرت يو ډول توانمندي ګڼي او پر دې باور دى چې ((قدرت کولاى شو د پاموړ اغېز د رامنځته کولو په توګه تعريف کړو او په دې ډول قدرت يو کميتي مفهوم ګڼلاى شو.))
د هالستي له انده قدرت د اقدام غوښتونکى دى، هغه اقدام چې (الف) لوبغاړى يې د (ب) لوبغاړي په مقابل کې پورته کوي، د دې لپاره چې (ب) د (الف) له غوښتنو سره سم يوه رويه غوره کړي.
دلته (الف) لوبغاړى د (ب) لوبغاړي پر رويه خپل نفوذ غواړي ځکه چې (الف) لوبغاړى د (ب) لوبغاړي د رويې له بدلولو پرته خپلو موخو ته نه شي رسېداى. پر همدې بنسټ د هالسټي له انده قدرت د څو عناصرو درلودونکى دى:
١- نفوذ اصلاً پر يو يا څو نورو موخو معطوف وي، په حقيقت کې نفوذ د هغو وسايلو په توګه دى چې يو لوبغاړى يې په واسطې ځان خپلو موخو ته رسوي، د پرستېژ، ځمکې، خامو موادو، امنيت، اتحاد او … په څېر موخو ته.
٢- اقدام د توانايۍ غوښتونکى دى چې لوبغاړي ترې پر نورو د نفوذ کوونې لپاره ګټنه کوي.
٣- پر (ب) د نفوذ درلودلو لپاره اقدام کول د (الف) او (ب) تر منځ د اړيکو غوښتنه کوي. که چېرې دا اړيکه په يوې مهالنۍ دوره کې راشي، نو موږ ورته پروسه وايوو.
٤- قدرت يو کميتي مفهوم دى او کولاى شو چې د کميت په بڼه يې هم وښيوو.
پر همدې بنسټ د قدرت په اړه د هالسټي په نظر کې کولاى شو لاندې څلور پوښتنې مطرح کړو:
١- موږ خپلو موخو ته په پام سره له (ب) څخه د کومو اقداماتو د ترسره کولو يا نه ترسره کولو غوښتونکي يوو؟
٢- د X اقدام ترسره کولو لپاره موږ بايد څه ډول (ب) مجبوره کړو.
٣- موږ څه توانايي لرو چې په وسيله يې (ب) د X عمل ترسره کولو يا نه ترسره کولو ته مجبورولاى شو؟
٤- زموږ د نفوذي رويې په مقابل کې د (ب) رويه او احتمالي ځواب څه ډول دى؟
ارګانسګي هم قدرت په دوو اړخونو کې تعريف کړى دى او پر همدې بنسټ د قدرت دوه ډولونه منفي او مثبت مطرح کوي. مثبت قدرت د يو ملت هغه توانايي ده چې په واسطه يې يو بل ملت يو ځانګړي اقدام ته اړ کوي، په داسې حال کې چې په نړيوالو چارو کې د قدرت کُلي بڼه منفي قدرت دى او منفي قدرت عبارت له دې څخه دى چې يو ملت يو بل ملت له هغو اقداماتو څخه منعه کوي چې د هغه په اند نامطلوب وي. هر هېواد ته په کار دي چې لږ تر لږه له يوې اندازې منفي قدرت څخه برخمن وي چې په واسطه يې نور ملتونه په خپلو داخلي چارو کې له مداخلې څخه منعه کړي. پر همدې بنسټ کله چې د يو هېواد له قدرت څخه بحث کېږي، د قدرت دواړه اړخونه په پام کې نيول کېږي. مثبت قدرت د نورو پر اعمالو د نفوذ کولو توانايۍ ته وايي او منفي قدرت د يو ملت د نفوذ مخنيوي ته وايي.
پر پورته توضېحاتو سربېره د نړيوال سياست په ډګر کې د قدرت د تعريف په اړه بايد د قدرت دوو نورو ډولونو ته هم پام وشي، چې هغه عبارت دي له مطلق او نسبي قدرت څخه، د قدرت دا دواړه مفاهيم په نړيوال ډګر کې د يو هېواد د اقدام د قدرت بنسټيزې پايې ګڼل کېږي. د يو هېواد مطلق قدرت په اسانۍ سره کتل کېداى شي، د بېلګې په توګه د يو هېواد د داخلي ناخالص توليد او کلنۍ پرمختيا په اندازه کولو سره کولاى شو چې په مطلق قدرت باندې پوه شو. مطلق قدرت د نورو قدرت ته له پاملرنې پرته په ځانګړې بڼه د يو هېواد د قدرت د زياتوالي او کموالي ښودنه کوي؛ خو په نړيوال سياست کې هغه څه چې له ځانګړي اهميت څخه برخمن دي، نسبي قدرت دى. دلته د نورو هېوادونو د قدرت په نسبت د يو هېواد د قدرت زياتوالى او کموالى اندازه کېږي. په دې برخه کې شونې ده د يو هېواد مطلق قدرت زيات شوى وي؛ خو نسبي قدرت يې کم شوى وي او پر همدې بنسټ د مطلق قدرت له زياتوالي سره سره يې د نړيوال سياست په صحنه کې د اقدام قدرت له کمښت سره مخ وي. داسې هم شونې ده چې د يو هېواد مطلق قدرت کم شوى وي؛ خو د اقدام قدرت يې د نړيوال سياست په صحنه کې زيات وي؛ ځکه چې نسبي قدرت يې زياتېږي او دا زياتوالى له دې امله ده چې د نورو قدرت په زياته پيمانه کمېږي.
د اړيکو له مکتب څخه کارل دويچ هم د سياسي چلندونو پر توپيرونو تاکيد سره قدرت تعريف کړى دى. د هغه له انده سياست په دواطلبانه، عادتي او يا هم پر مجازاتو د تهديد له لارې د بشري رويو له کنټرول څخه عبارت دى. پر همدې بنسټ سياست دوه بنسټيز بدلوونکي عوامل په بر کې نيسي چې عبارت دي له: عادات او تهديدات. د هغه له انده چلندي عادات د زياترو خلکو لپاره دواطلبانه او ارادي همکاري، د قوانينو منښته يا هم د پرېکړو ځينو برخو ته درناوى ګڼل کېږي. عادات د بشري طبعيت يوه برخه ده او که داسې نه وه؛ نو د زياترو پرېکړو اجرا به ګرانه وه. ياده حوزه يانې دواطلبانه اجرا همېشه له يو بل عنصر سره ترکيب شوې وي او دا بل عنصر عبارت دى له مجازاتو څخه وېره او يا هم له پاداش څخه محروميت. نو ويلاى شو چې د کارل دويچ له انده قدرت پر هغو ټکرونو او خنډونو د اوښتو له لوړې توانايۍ درلودلو څخه عبارت دى چې شونې ده د زياترو پرېکړو د اجرا مخې ته راپيدا شي. د کارل دويچ له انده د سياست په برخه کې شونې ده، داسې نه وي چې د لوبغاړو اراده له کوم خنډ پرته د عادت له لارې ترسره شي؛ په همدې خاطر د ارادې د اجرا لپاره توانايۍ ته هم اړتيا ده چې په ځانګړې توګه پر سيالانو تحميل کړاى شي. شونې ده دا توانايي پر دوو ، بالقوه او بالفعل، بڼو شته وي.
د ډيويډ سينګر له انده د نړيوال سياست په برخه کې قدرت داسې دى لکه د اقتصاد په برخه کې چې پيسې دي. له دې انده تر هغې چې قدرت د اقدام په ساحه کې ښکاره نه شي، ژوندى نه شي ګڼل کېداى او د اقدام په ساحه کې هغه مهال راښکاره کېږي چې پر نورو د نفوذ کونې په پروسه کې ترې کار واخيستل شي؛ ځکه خو ويلاى شو چې سينګر قدرت د نفوذ کولو توانايي ګڼي. دلته لومړۍ پوښتنه دا راپيدا کېږي چې د سينګر له انده د نفوذ ځانګړنې کومې دي؟ نفوذ د درېوو ځانګړنو درلودونکى دى چې عبارت دي له:
– نفوذ او روشونه (چلندونه) يې پر راتلونکي معطوف وي.
– نفوذ د شته رويو د ځواکمنتيا، بدلون يا اصلاح غوښتونکى وي.
– نفوذ دوه اړخيزه يا څو اړخيزه پديده ده، ډېر کم يو اړخيزه وي.
د نوموړي له انده نفوذ په ځان کې درې بنسټيز پارامترونه لري. لومړى دا چې په نفوذي تلاشونو کې ادارکي رويې د يو تعينوونکي بدلوونکي عامل په توګه ګڼل کېږي. اصلاً د نړيوال سيسټم د برترۍ يوه ځانګړنه دا ده چې په کې نفوذي او د نفوذ ضد هڅې روانې وي. د نفوذي تلاشونو لومړنى شرط د (الف) لوبغاړي د ځينو تصميم نيوونکو درک کول دي. دا ځکه چې (الف) و (ب) د متقابلو اړيکو په يو چوکاټ کې دي او تر منځ يې مهم متقابل تړوا شته دى او لا دا چې د (ب) راتلونکى چلند شونې ده چې د (الف) لپاره زيان اړونکې يا هم ګټوره پايله ولري. بله دا چې د (ب) پيشبيني شوى چلند (رويه) د (الف) په نفوذي تلاشونو کې د مهم او تعينوونکي بدلوونکي عامل په توګه ګڼل کېږي او دا پوښتنه به هم ورسره مطرح شي چې د (ب) د راتلونکو رويو په اړه د (الف) تصميم نيوونکو وړاندوينې څه دي؟ او بالاخره ترجيحي رويې د درېيم بنسټيز پارامتر په حيث ګڼل کېږي؛ خو تر ټولو مهم پارامتر د (ب) د راتلونکې رويې په اړه د (الف) ترجيحات دي او دا چې (الف) د (ب) له لوري کوم اقدام او غبرګون ته ترجيح ورکوي. په دې منځ کې په نفوذي تلاش کې موخې ته د رسېدو مهمترين تکتيک به هم مطرح شي چې د سنيګر له انده دوه احتمالي تکتيکونه شته دي: يو يې هم پر مجازاتو تهديد او بل يې هم د وعيد ژمنه.
ميخائيل مان هم په لاندې ډول د قدرت د بېلابېلو اړخونو ترمنځ توپير کړى دى:
١- توزيعي او ټوليز (جمعي) قدرت: توزيعي قدرت پر (ب) د (الف) له قدرت څخه عبارت دى. (الف) هغه مهال توزيعي قدرت تر لاسه کولاى شي چې (ب) ورسره د قدرت په تله کې برابر نه وي. ټوليز يا جمعي قدرت د لوبغاړو له ګډ قدرت څخه عبارت دى يانې کله چې (الف) و (ب) له طبعيت يا له نورو څخه د ګټنې په پار يو بل سره لاسونه ورکوي، دوى ټوليز قدرت رامنځته کوي.
٢- پراخه او باشدته قدرت: پراخه قدرت هغه مهال رامنځته کېداى شي چې ګڼ شمېر واحدونه په کې دخيل وي، خو باشدته کېداى شي قدرت د ګډونوالو د ژمنو د لوړو سطحو سبب شي.
٣- اتوريته غوښتونکى او شيندلى قدرت: اتوريته غوښتونکى قدرت د يو لوبغاړي د قوماندې او د نورو د اطاعت غوښتونکى دى، دا ډول قدرت معمولاً په نظامي او سياسي بنسټونو کې ليدل کېږي. شيندلى قدرت په نامتمرکزه بڼه عملي کېږي او معمولاً په داوطلبانه او نااګاهانه بڼو وي، دا ډول قدرت په ايډيالوژيکي او اقتصادي سازمانونو کې ليدل کېداى شي.
د نوموړي له انده قدرت د څلورو بنسټيزو سرچينو درلودونکى دى چې هره يوه يې د قدرت د يو بېل ډول د رامنځته کېدا لامل کېږي.
– ايډيالوژي د ايډيالوژيک قدرت رامنځته کوونکې ده او ايډيالوژي د انسان د ژوندانه د ځينو برخو له اړتياوو څخه رامنځته کېږي. کله چې پر ايډيالوژۍ کنټرول وضعه کېږي؛ نو دا په حقيقت کې د هماغو برخو پر اړتياوو کنټرول دى چې له امله يې قدرت رامنځته کېداى شي.
– اقتصادي قدرت
– نظامي قدرت، دا ډول قدرت پر نظامي وسايلو له کنټرول څخه رازېږي چې کولاى شي په پراخه او با شدته بڼو ځان ښکاره کړي.
سياسي قدرت، دا ډول قدرت د خپلې ارادې د تحميل لپاره د دولت له توانه رازېږي.
دوام لري…
You also might be interested in
زه هجرت الله اختيار نومېږم، د عبدالمنان زوى يم، په[...]
ليکوال: دوکتور فرهاد قاسمي ژباړن: هجرت الله اختيار (څلورمه برخه)[...]
ليکوال: دوکتور فرهاد قاسمي ژباړن: هجرت الله اختيار (درېيمه برخه)[...]