لیکنه: رفيع الله آرمان
په پښتنې ټولنه کې دنورو سيمو په څير دود دی چې دښادۍ محفلونه په سندرو دوديزو نڅاوو اتڼونو او په ډول ډول خوشاليو لمانځي که خپل کلتور ته دننه شو وبه ګورو چې دا هرڅه اوس په يوه بله بڼه اوښتي دي . ودونه او خوښۍ د ډار په پټه خوله ترسره کيږي .
که څه هم هرڅه ته ټاکلی حد او لارې شته دي خو په وردګ ولايت کې دا لارې د څو کسانو حريم دی چې له دوی پرته پرې بل څوک دتګ حق نه لري . که يو ځل دپلرونو او نيکونو دتير ژوند انګړ ته سر ور ښکاره کړو دخوښۍ ، غم … لوښي به وګورو چې چې هر يو يې په خپل وخت او موقيع کارولی دی .
نه يوازې دا چې اوسني وخت او حالاتومو په دغه دود خپل سيوري غوړولي دي بلکه په پخوا او خپل وخت کې يې هم پالنه او دژوندي ساتلو هڅې نه دي شوې . په کوم کلي او ټولنه کې به کوم چا چې دخوښيو په مراسمو کې په خپل هنر دخلکو زوقونه خړو بول او په خپلو سندرو او ټوکو ټکالو به يې خندا ګانې پرې ويشلې خو په بدل کې به يې دهمدې کسانو له خوا نومونه په ډم …. بدرګه کيدل . چې دا ددې سبب ګرځيدلی چې زموږ په ټولنه کې هنر او موسيقي دواړه د نابودۍ کندو ته لويدلي دي .
دافغانستان دنورو ولايتونو په څير وردګ ولايت هم د پوهې ، هنر او موسيقۍ په طلايي ګاڼو سمبال دی . دهنر او موسيقیۍ ګاڼه يې د نورو سيمو په شان رويايي ، بد اخلاقه نه ده . او نه هم غربي موسيقۍ پرې خپل سيوري غوړلي دي همدا وجه ده چې دهر ډول زوق خاوند يې په بار بار اوريدو نه ستړی کيږي .
د دودونو او کلتور ساتل يوازې د څو کسانو دنده او مسوليت نه دی بلکه ددې هيواد هر وګړی مجبور دی چې دخپلې ټولنې ټول حوقوق او مسوليتونه درک کړي دپردو او خپلو له ير غل نه يې په امن وساتي . دخپل تاريخ هندارې په کرښو پراته ګردونو پاکولو ته اړينه پا ملرنه په کار ده .
که داسې نه وي نو لرې نه ده چې هر څه مو له لاسه ورکړي وي .