ليکنه : فضل الدين احسان
زورورو طبعي پېښو په مختلفو پيړيو کې انسانانو او انساني ټولنو ته ډير مالي او ځاني تاوانونه اړولي چې ځينې يې د اوږدې مودې لپاره متاثره کړي او ساينسدانان د هغوي مړو يا زيانونو محاسبه هم نه ده کړی . په تاريخ کې لس سختې وژونکې طبعي پيښې چې زياتې يې زلزلې او سيلابونه دي او لس ميليونه انسانانو ته يې مرګ ژوبله اړولی ده په لاندی ډول دي.
- د مرکزي چين سيلابونه :
د مرکزي چين سيلابونه د ځمکې په تاريخ کې تر ټولو بد ترينه طبعی پيښه ده کوم چې 1931 ميلادي کال کې د جولاي نه د اګست د مياشتې پوری يې دوام کړی وو. کله چې د يانګ سيند(Yangtze River) کې اوبه زياتې شوی او اوبه د خپل سرحد د باندی راوبهيدی په نتيجه کې يی غټ سيلابونه رامنځ ته کړل د NOAA د يو اټکل له مخی ددی سيلابونو پواسطه د لوږی ، ډوب شوو او ناروغو انسانان شمير 3.7 میليونه وو او د 51 ميليونوڅخه زيات خلک يا د چين د څلورو برخو څخه يوه برخه نفوس د مرکزي چين د سيلابونو پواسطه متاثره شول.
- د ژيړ سيند سيلاب:
ژيړ سيند(د اسيا له مشهورو سيندونو څخه دی او د چين په شمال کې موقيعت لري د ختيځ څخه بهيږي او په ژيړه بحيره کې تويئږي ) د انسانانو په تاريخ کې بدترين او د نړی د تاريخ دوهم وژونکې سيلاب وو چې په 1887 ميلادي کال کې د سپتمبر په مياشت کې واقع شوی دی .دغه سيلاب د چين يوولس غټ غټ بازارونه ،په سلګونو کلي وران کړل او په ميليونوخلک يې بې کوره کړل چې اوبو يې 50000 ميله مربع ساحې نيولی وه او د900000 څخه تر 2000000 پورې کسان يې ووژل.
- د شانګزی زلزله :
د چين په شانګز ولايت او ورسره نژدی سيمو کې د 1556 ميلادي کال د جنوري د مياشتې په 23 نيټه کې سخته وژونکې زلزله پيښه شوی وه چې سخته دردونکې او د مصيبته ډکه پيښه وه. د يوه اټکل له مخی زلزلی اندازه 8 ثبت شوی وه او 830000 کسان يې ووژل او دغه وژونکې غږ ددغو ذکرشوو ولايتونو 60٪ نفوس کم کړ.
- بولا بړبکۍ او طوفان:
- د بولا سخت او وژونکې طوفان او بړبکۍ د 1970 ميلادي کال د نومبر د مياشتې په 12 نيټه چی په بنګله ديش (پاکستان په ختيځ کې موقيعت لري ) رامنځ ته شوی وه او ډيره مړينه يې رامنځ ته کړی وه د غې بړبکۍ د اوبو څپې په ساحل باندی راواړولی چې د يوه اټکل له مخی 500000 انسانان يې ووژل .
- د انډيا بړبکۍ او طوفان:
د انډيا د اندرا پرديس په کورينګا کلي کې په 1839 ميلادي کال کې د نومبر د مياشتی په 25 نيټه يوشديد او سخت طوفان رامنځ ته شو چې 40 فټه موجونه يي درلودل او د کلي زياته برخه او نږدی ساحه کې يی غټی کشتۍ له منځه یو وړلی ،چې له امله يی 20000 انسانان پکې ډوب شول او 300000 انسانان مړه شول.
- د اينټيوک زلزله :
د ترکې په جنوب کې يو ښار ګوټی چی د اينټيوک په نامه ياديده د ميلاد څخه 526 کال پخوا د یو اټکل له مخی د مئ د مياشتی 20 څخه 29 ورځو ترمنځ يوه سخته زلزلی ولړزاوو چې دغی زلزله سوريی او د اينټيوک ښارګوټی کې واقع شوی وه چی په نتيجه کې یی 250000 څخه تر 300000 پوری کسان ووژل او هغه اور کوم چی ددی زلزلی په نتيجه کې رامنځ ته شوی وو ډيری زياتی ودانۍ يې ورانی کړلی.
- د تانګشان زلزله :
تانګشان د چين په شمال ختيځ کې يو صنعتي ښار دی چی يو ميلیون نفوس يې درلوده . په 1976 ميلادي کال کې د جولای په 28 نيټه د تانګشان په ښار کې يوه سخته زلزله رامنځ ته شوه چې تقريباَ 655000 کسان يی ووژل .
- د هاييان زلزله :
د چين په ننګزيا ولايت کې په 1920 ميلادی کال کې د ډيسمبر په 16 نيټه يوه سخته زلزله د 8.5 په اندازه د هاييان د ضلع ساحی ولړزولی چې په نتيجه کې دغی زلزلی 235502 انسانان ووژل .
- د انډيا د سمندر زلزله يا ټي سونامي:
ټي سونامي په 2004 ميلادي کال کې د ډيسمبر په 26 نيټه د انډيا په سمندر کې رامنځ ته شو چی د زلزلی مرکز په سوماتر او اندونيشيا کې وو او همدارنګه د انډيا سمندري زلزلی د ساحلي غاړو ټول هيوادونه خراب کړل او ډيره مرګ ژوبله يي ورته واړوله د يوې احصایی له مخی د 225000 څخه تر 230210 کسان يی ووژل.
- د اليپو زلزله :
اليپو د سوریی د هيواد يو غټ ښار دی چی ددغه هيواد په شمال کې پروت دی په 1138 ميلادي کال کې د اکتوبر د مياشتی په 11 نيټه يوه سخته او زوروره زلزله په 8.5 اندازی سره پيښه شوه چی د ترلاسه شوی معلوماتو له مخی 230000 کسان يی مړه کړل او د ښار زياته برخه يی ويجاړه کړله.